ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسمشرۍ لپاره درېيم کس نوم ليکنه وکړه

د ولسمشرۍ لپاره درېيم کس نوم ليکنه وکړه

author avatar
3 Oct 2013 - 12:20
د ولسمشرۍ لپاره درېيم کس نوم ليکنه وکړه
author avatar
3 Oct 2013 - 12:20

کابل (پژواک ١١ تله ٩٢): د ولسمشرۍ لپاره د فضل کريم نجيمي په نوم يوه بل کس هم نوم ليکنه وکړه او په دې سره تر اوسه ٣ کسان ولسمشرۍ ته کانديد شول.

نجيمي نن (تلې ١١مه) په کابل کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته ورغلى و او په رسمي ډول يې خپل ځان د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته د نوماند په توګه ثبت کړ.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې محمد صابر تمکين يې د لومړي او سوسن حاجتي يې د دويمې مرستيالۍ لپاره ټاکلي دي.

دغه نوماند زياته کړه، چې د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې (USAID) د يوې پروژې د ډايرکټر او په کرنې او کليو پراختيا وزارتونو کې يې د سلاکار په توګه کار کړى دى.

نجيمي خپله ماسټري په امريکا کې د غدايي مصوونيت په برخه کې بشپړه کړې. نوموړي له رسنيو سره په څرګندونو کې وويل، که چېرې ملت پرې باور وکړي، نو د راتلونکي دولت لپاره به جامع کړنلارې وړاندې کړي، چې يوه مهمه برخه به يې ځوانانو ته د کار سپارل او د نوو څېرو را مخکې کول وي.

هغه زياته کړه، چې ملي يووالى به ټينګ او قومي، ژبنيو او تنظيمي مخالفتونو ته به د پاى ټکى کېږدي.

نوموړي زياته کړه: ((زه به ټول افغانان د يوې کورنۍ غوندې سره راټول او ټول ملت ته به عدالت او مصوونيت تامين کړي.))

تر دې وړاندې د ملي اېتلاف مشر ډاکتر عبدالله عبدالله او د وفاق ملي ګوند مشر بسم الله شېر ولسمشريزو ټاکنو ته نومونه ليکلي وو.

له بلې خوا د دعوت اسلامي ګوند مشر عبدالرب رسول سياف، د ولسي جرګې غړي محمد محقق، د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي، د امنيتي مسووليتونو د لېږ د کمېسيون مشر اشرف غني احمدزي او د ولسمشر امنيتي او د فاعي ستر سلاکار عبدالرحيم وردک، چې د ولسمشرۍ احتمالي کانديدان دي، له خپلو دندو استعفاوې کړې دي.

ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د نوم ليکنې پروسه د وږې مياشتې په ٢٥ پيل شوې، د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې تر اوسه د ٣ ښځو په ګډون ٧٣ کسانو ولسمشرۍ ته د نوماندۍ معلوماتي کڅوړې ترلاسه کړې دي.

کمېسيون درى ورځې وروسته اعلان وکړ، چې د تلې مياشتې ١٤مه د نوم ليکنې وروستۍ ورځ ده او د دې نېټې د بيا تمدېدو امکان نشته.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.