د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ماين چاودنې دوه پوليس ووژل او نهه عام وګړي يې ټپيان کړل

د ماين چاودنې دوه پوليس ووژل او نهه عام وګړي يې ټپيان کړل

Oct 04, 2013 - 15:00

ميمنه (پژواک ١٢تله ٩٢) : د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله دوه سرحدي پوليس ووژل شول او نهه عام وګړي ټپيان شول .

د قيصار د ولسوال عبدالجميل صديقي په وينا، چې دغه ريموټ کنټرول ماين په يوه موټر سايکل کې ځاى پرځاى شوى و ، چې نن له غرمې مخکې په يوولس نيمو بجو د بازار په ورځ د چيچکتواينو په سيمه وچاوديد.

ده وويل ، چې په دغه چاودنه کې دوه سرحدي پوليس ، چې پر ګزمې بوخت وو و ووژل شول او نهه عام وګړي ټپيان   شول .

 د ولسوال په خبره ، چې ټپيان په وخت روغتيايي کلينيک ته رسول شوي  او د ټولو روغتيايي حالت ښه دى .

 ددغې چاودنې مسووليت تراوسه پورې چا پرغاړه نه دى اخيستى .

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement