غزني ښار(پژواک، ۱۲ تله ۹۲) : د غزني ولايت تبديل شوى امنیه قوماندان وايي، له دې وروسته نه شي کولاى ، چې خپلې نوې دندې ته دوام ورکړي.
دوه ورځې مخکې دکورنیوچارو وزارت په امر مل پاسوال زړه ور زاهد دغزني له امنیه قوماندانۍ څخه لرې اودمیدان وردګو ولایت دقوماندان په توګه وټاکل شو.
نوموړي د تلې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دکورنيو چارو وزارت له خوا په صادرشوي امر خوښ دى او دغه اقدام د هيواد په ګټه بولي.
هغه وويل : ((ما ډير وخت په مخامخ جنګ کې تیرکړی دى، څوځلې ټپي شوی یم ،نور ددندې دتره سره کولوتوان نه لرم ،نو له دې امله ښه ګڼم ،چې کور کې ارام وکړم.))
زړه ور وايي، چې د ميدان وردګو په ولايت کې دامنيه قوماندان په توګه دندې ترسره کولو ته تيار نه دى او د کورنيو چارو له وزارت څخه غواړي، چې دغه ولايت ته بل څوک دقوماندان په توګه ورمعرفي کړي.
زاهد په خپلو خبرو کې زياته کړه، وسله وال طالبان دې په دې فکر ونکړي، چې نوموړی نور مات شوی، بلکې ترهغه چې دى ژوندی وي خپلې مبارزې ته به ادامه ورکوي.
د غزني د اندړو ولسوالۍ امنیه قوماندان حاجي محمد د غزني دامنيه قوماندان داستعفا په اړه پژواک ته وویل: ( ( زه ډير خفه یم ، بلکې دناتوانۍ احساس هم کوم.))
د غزني ښاریوتن اوسېدونکي محمدالله پژواک ته وویل ، چې په غزني کې يې امنیت ټينګ شوى و او هغه ولسوالۍ چې دهوا له لارې اکمالیدې اوس دځمکې له لارې اکمالیږي .
دده په وينا، د قوماندان زړه ور په بدليدو امکان لري د غزني امنيت خراب شي.
یاده دې وي، چې دغزني امنیه قوماندان جنرال زړور زاهد له درې کلونو راهيسې د غزني د امنیه قوماندان په توګه دنده اجرا کوله .
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن