ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ميمنې ښار کې ديوې مېرمنې سر پرې شوى

author avatar
4 Oct 2013 - 10:33
author avatar
4 Oct 2013 - 10:33

  ميمنه(پژواک،١٢تله٩٢): د فارياب په مرکز ميمنه کې نن سهار په يوه کور کې د يوې مېرمنې جسد په داسې حال کې موندل شوى ، چې سر يې پرې شوى و.

 د فارياب امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل د تلې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده ميرمن دخپل خاوند له خوا وژل شوې ده.

 هغه وويل، چې تراوسه ددغې وژنې انګيزه روښانه نه ده، خو ويل کيږي ، چې د وژل شوې مېرمن خاوند په دې نږدې وخت کې له ايران څخه راغلى و او ښايي دغه کار د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوى وي.

 د فارياب د امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونوسره د مبارزې مدير سمونيار زلمي جسور پژواک ته وويل، چې د يادې مېرمن جسد په داسې حال کې په يوه کور کې موندل شوى، چې سر يې پر چاړه پرې شوى و او په تشناب کې اچول شوى و.

هغه زياته کړه، چې د يادې مېرمن خاوند خيرمحمد په ايران کې خپل خسر ته په ټېلېفون کې دکور پته ورکړې او هغه ته يې ويلي و، چې خپله ميرمن يې وژلې ده.

 د زلمي په وينا، دغه خبره د وژل شوې مېرمن د پلار له خوا د کورنۍ له نورو غړو سره له شريک کيدو وروسته له پوليسو سره هم شريکه شوه .

 ده زياته کړه، ددغې پېښې په تړاو تراوسه څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې څېړنې روانې دي.

 د فارياب د عدليي طيب مسوول ډاکټر سمير عنايت پژواک ته وويل، چې ددغې  مېرمنې مرۍ لومړى تړل شوې او بيا د چړې په وسيله پرې شوې ده.

 هغه زياته کړه، چې دغې مېرمن ٢٨ کاله عمر درلود.

 دا په داسې حال کې ده ، چې يوه اونۍ مخکې د ميمنې اړوند په تنورک سيمه کې يوه ١٨کله نجلۍ د چړې په وهلو سره د خپل پلار له خوا وژل شوې وه.

ديوه بل خبر له مخې، په فارياب کې وسله والو طالبانو يوتن غريبکار ، چې د لارو د ساتنې د قطعې د قرارګاه په جوړولو کې يې کار کاوه ، وژلى دى. 

د فارياب امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل پژواک ته وويل، چې دغه غريبکار يوه اونۍ مخکې د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوى و.

د امنيه قوماندان دمعلوماتو له مخې، وسله والو طالبانو دهغه د خوشې کېدو په بدل کې د زياتو پيسو غوښتنه کړې وه، چې کورنۍ يې دورکولو توان نه درلود، نو بيا يې  وواژه.

په المار ولسوالۍ کې يوه حکومتي چارواکي دنوم نه ښودلو په شرط پژواک ته وويل، چې وژل شوى تن انجنير زلمى نوميده او د کندز ولايت اوسېدونکى و، نوموړي د المار ولسوالۍ په خواجه عثمان کې سيمه کې د لويو لارو د ساتنې د قطعې د تعمير په جوړولو کې د انجنير په توګه کار کولو.

 هغه زياته کړه، چې دوژل شوي انجنير جسد نن سهار دالمار په مرکز جم سيمه کې موندل شوى دى.

ددغې پېښې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.