اسلام اباد(پژواک،١٢تله٩٢): پاکستاني چارواکي وايي، چې د خيبر پښتونخوا ايالت په کوهاټ سيمه کې د پوليسو پر يوه موټر د ماين چاودنې دوه پوليس ټپيان کړي.
چارواکي زياته وي، چې دغه چاودنه نن سهار پيښور ته څيرمه د کوهاټ په سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينه وايي، چې په چاودنه کې دوه پوليس ټپيان شوي او د پوليسو موټر ويجاړ شوى دى.
د سرچينې په وينا، په سيمه کې د پوليسو له خوا پلټنې پيل شوي او تر دې دمه د پيښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
تردې مهال ددغې پيښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن