ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ١٣٩٣ کال ولسمشريزو ټاکنو ته ٢٧ تنه کانديد شول

کابل (پژواک١٤تله٩٢): د افغانستان د راتلونکي کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د سيالۍ په موخه ٢٧ تنو ځانونه کانديد کړل.

د ولسمشريزو ټاکنو کانديدانو تر ډېره په وروستيو دوو ورځو (نن او پرون) خپل نومونه ثبت کړل.

ولسمشريزو او د ولايتي شوراګانو ټاکنو ته د نوم ليکنې لړۍ د تېرې وږي مياشتې په ٢٥مه پيل شوې وه، چې نن مازديګر په څلورو بجو پاى ته رسېده، خو د کانديدانو د ډېروالي له امله د شپې تر ناوخته وغځول شوه.  

دا کانديدان به د ١٣٩٣ کال د وري د ١٦مې په ټاکنو کې سره سيالي وکړي.

ټاکل شوې د تلې په ٢٧ د ټاکنو خپلواک کميسيون د نوماندانو مقدماتي نوملړ اعلان کړي.

د ١٣٩٣ کال د وري د ١٦مې نېټې ولسمشريزو ټاکنو ته د کانديدانو نوملړ:

١- بسم الله شېر، لومړى مرستيال عبدالکريم احمديار او دويم مرستيال سلطان حميد سلطاني.

٢- ډاکټر عبدالله عبدالله، لومړى مرستيال انجنير محمدخان او دويم مرستيال حاجي محمد محقق.

“عبدالله په تېرو ټاکنو کې د ولسمشر کرزي مخکښ سيال و.

د ملي شورا غړى محمد يونس قانوني، د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني، د مشرانو جرګې مرستيال محمد علم ايزديار، د بلخ والي عطامحمد نور او د نورالحق علومي په ګډون د ملي شورا او ملي ايتلاف يو شمېر غړي د نوم ليکنې پرمهال د هغه بدرګه کوله.”

عبدالله ويلي، چې په هېواد کې د ارامۍ راوستل، خلکو ته د پتمن ژوند برابرول ، عادلانه او تلپاتې سولې ته رسېدنه يې د خپل کار له لومړيتوبونو څخه دي.

٣- فضل کريم نجمي، لومړى مرستيال محمد صابر تمکين او دويم مرستيال سوسن حاجتي.

٤- استاد عبدالرب رسول سياف، لومړى مرستيال محمد اسماعيل خان او دويم مرستيال مولوي عبدالوهاب عرفان.

“د سياف د نوم ليکنې پرمهال د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي، د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار، د ملي شورا ځينې غړي او د پخوانيو جهادي تنظيمونو ځينو غړو حضور درلود.”

خلکو ته خدمت او له شهرت غوښتنې او د شتمنۍ له ټولنې لرې والى د سياف له انتخاباتي شعارونوڅخه دي.

٥- حشمت غني، لومړى مرستيال عبدالله برومند او دويم مرستيال عابد نظر.

احمدزى وويل ، چې په اقتصادي، روغتيايي، کرنيزو او امنيتي برخو کې به اصلاحات راولي او په دولتي کارونو کې به د ښځو د ونډې ډېروالي ته پام وکړي.

٦- قطب الدين هلال، لومړى مرستيال عنايت الله عنايت او دويم مرستيال محمدعلي نبي زاده.

هلال وايي ، چې په هېواد کې د سولې او ملي يووالي تامين، د فقر له منځه وړل، پوهنې ته پاملرنه، او د متقابل احترام پر بنسټ له ګاونډيو هېوادونو او نورې نړۍ سره د اړيکو  تامين به يې کاري لومړيتوبونه وي.

٧- عبدالرحيم وردګ، لومړى مرستيال شاه عبدالاحد افضلي او دويم مرستيال سيد حسين انوري.

وردګ وويل ، چې د سولې او امنيت د تامين او د خلکو د هوساينې په موخه به د حکومتولۍ، ديموکراسۍ او د قانون د حاکميت پياوړتيا لپاره اقدام وکړي.

٨- دل آقا کوهدامني، لومړى مرستيال زلمى همراز او دويمه مرستياله تورپېکۍ عزيزي.

٩- سيداسحق ګېلاني، لومړى مرستيال زکريا نوري او دويمه مرستياله سيما عصمتي.    

١٠- سرور احمدزى، لومړى مرستيال عبدالرحمن او دويم مرستيال کبير قريشي. 

١١- اشرف غني احمدزى، لومړى مرستيال عبدالرشيد دوستم او دويم مرستيال سرور دانش.         .

“احمدزى نن سهار د ټاکنو خپلواک کمېسيون په دفتر کې په داسې حال کې، چې د ولسي جرګې د غړو او حق او عدالت ګوند د لسګونو غړو له خوا بدرګه کېده، نوم ليکنه وکړه.

د کورنيو چارو پخوانى وزير او د حق او عدالت ګوند ارشد غړي محمد حنيف اتمر او ددې ګوند غړي معين مرستيال، عبدالظاهر قدير، حميدزي لالي، اسدالله سعادتي او نقيب الله فايق د نوم ليکنې پرمهال د احمدزي ملتيا کوله.”

اشرف غني احمدزي، تلپاتې اصلاحات، د سرمايه دارۍ د ملي ميثاق جوړونه، د پانګونې پراختيا او له نړۍ سره د افغانستان د اړيکو د تامين لپاره د سياسي اجماع رامنځته کول له خپلو کاري لومړيتوبونو وبلل.

١٢- زلمى رسول، لومړى مرستيال احمدضياء مسعود او دويمه مرستياله حبيبه سرابي.

“د ملي شورا د ځينو غړو په ګډون د زلمي رسول سلګونه پلويان له هغه سره د نوم ليکنې پرمهال د هغه ملګري وو.

خبريالانو ته د زلمي رسول د معلوماتو ورکولو پرمهال د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه لمسى مصطفى ظاهر هم له رسول څخه د ملاتړ د څرګندولو په موخه د هغه ترڅنګ ولاړ وو.”

له ملي ګټو دفاع، د ملي يووالي پياوړتيا، د تېرې يوې لسيزې د لاسته راوړنو ساتنه، د ښې حکومتولۍ پياوړتيا او پر ملي سرچينو ولاړ اقتصاد د زلمي رسول له ټاکنيزو شعارونو وو.

١٣- سردار محمد نادر نعيم، لومړى مرستيال تاج محمد اکبر او دويم مرستيال عزيز الله پويا.

نعيم وويل، چې د برياليتوب په صورت کې به د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره کار کوي.

١٤- حميدالله قادري، لومړى مرستيال محمدعارف برکي او دويمه مرستياله حميرا حقمل.

١٥- داوود سلطانزوى، لومړى مرستيال احمد سعيدي او دويمه مرستياله کاظمه محقق.

د نوم ليکنې پرمهال سلطانزوى سره محدود کسان د ټاکنو کمېسيون ته ورغلي وو.

١٦- قيوم کرزى، لومړى مرستيال وحيدالله شهراني او دويم مرستيال ابراهيم قاسمي.

“د قيوم کرزي ورور محمود کرزى، د مهاجرينو وزير جماهير انوري او د ملي شورا د ځينو غړو په ګډون سلګونه کسانو د نوم ليکنې پرمهال له قيوم کرزي سره مل وو.”

کرزي وويل ، چې د يوې مسلکي او کاري ادارې رامنځته کول، د قانون حاکميت، د عدالت تامين، د سولې له پروسې ملاتړ، له فساد سره مبارزه ، د هېواد د امنيتي ځواکونو روزنه او تجهيز او د ملي ګټو پر بنسټ د نړۍ له هېوادونو سره د اړيکو ساتل يې کاري لومړيتوبونه دي.

١٧- ګل آغا شېرزى، لومړى مرستيال محمد حسين عالمي بلخي او دويم مرستيال محمد هاشم زارع.

شېرزى وايي ، چې د هېواد د اقتصادي او بنسټيزو چارو د پياوړتيا لپاره به کار کوي.

١٨-  عزيز الله لودين، لومړى مرستيال عبدالرحيم کريمي او دويم مرستيال حميدالله رحيمي.

د لودين ټاکنيز شعار د سولې تامين، له اداري فساد سره مبارزه او خلکو ته د کار د زمينې برابرول يې عمده موخې دي.

١٩-  انوارالحق احدي، لومړى مرستيال حشمت الله مجددي او دويم مرستيال اسماعيل قاسميار.

٢٠-  هدايت امين ارسلا، لومړى مرستيال جنرال خدايداد او دويمه مرستياله صفيه صديقي.

ارسلا وويل، چې د سالمې حکومتدارۍ، د قانون حاکميت، له فساد او بيکارۍ سره مبارزه يې کاري لومړيتوبونه دي.

٢١-  سلمان علي دوست زاده، لومړى مرستيال محمديوسف امين ځاځى او دويمه مرستياله ډاکټر عزيزه راهبان وردګ.

٢٢- فاروق اعظم، لومړى مرستيال عبدالغني اصالتي او دويم مرستيال احمدشاه باييزى.

اعظم وايي، د مثبت بدلون لپاره  کانديد شوى دى او د فساد د له منځه وړلو او سولې د تامين لپاره به کار کوي.

٢٣- نادرشاه احمدزى، لومړى مرستيال ډاکټر فيض دقيق او دويم مرستيال قدم علی خادم.

احمدزي د نوم ليکنې پرمهال وويل ، چې که د ټاکنو ګټونکى شي، له اقتصادي مافيا سره مبارزه به يې د کار په لومړيتوبونو کې وي.

٢٤- خديجه غزنوي، لومړى مرستيال محمد قسيم فايضي، دويم مرستيال خيرمحمد باري.

د امنيت تامين، له اداري فساد سره مبارزه او اقتصادي پراختيا د مېرمن غزنوي له ټاکنيزو شعارونو ده. 

٢٥- عبدالهادي دبير، لومړى مرستيال سيد امرالله پادشاه او دويم مرستيال نثار احمد خير اندېش.

٢٦- نورالرحمن ليوال، لومړى مرستيال احمدجان نظري او دويم مرستيال انجنيررفيع الله لغمانى.

ده وويل ، چې له اداري فساد، غربت او جهالت سره مبارزه، د بيکارۍ له منځه وړل، د سولې تامين او پر ټولو د قانون يو شان پلي کول يې عمده موخې دي.

٢٧- ډاکټراحمد داور نادم، لومړۍ مرستياله هوسۍ اندړ، دويم مرستيال محمدحسن صافى.

د تعصب له منځه وړل، د امنيت تامين، له بې عدالتۍ، فساد او فقر سره مبارزه د داور له انتخاباتي شعارونو وو.

په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې، چې په ١٣٨٨ کال کې ترسره شوې، ٣٠ تنو ځانونه ولسمشرۍ ته نومولي وو، چې وروسته يې ١١ تنه د نورو کانديدانو په ګټه له خپلې پرېکړې لاس په سر شول.

اوسنى ولسمشر حامد کرزى، ډاکټر عبدالله عبدالله او رمضان بشردوست د تېرو ټاکنو مخکښ کانديدان وو.

که څه هم د تېر ځل ټاکنو په لومړي دور کې ولسمشر حامد کرزي پنځوس سلنه جمع يوه رايه پوره نه کړه او ټاکنې دويم دور ته لاړې، خو د هغه سيال ډاکټر عبدالله عبدالله ونه غوښتل، چې په دويم دور کې ورسره سيالي وکړي.

په دې توګه حامد کرزى د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له لوري تېر ځل د ولسمشريزو ټاکنو ګټونکى اعلان شو.

د اساسي قانون له مخې، په افغانستان کې د ولسمشرۍ دوره پنځه کلنه ده او هر څوک کولى شي يواځې د دوو دورو لپاره د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړي.

حامد کرزى په ١٣٨١ کال کې د طالبانو د حکومت له ړنګېدو وروسته د بُن د پرېکړې له مخې شاوخوا دوه نيم کاله د موقتې او انتقالي دورې مشر و او وروسته يې دوه ځله ولسمشريزې ټاکنې وګټلې.

د کرزي د ولسمشرۍ دويمه دوره د راتلونکي ١٣٩٣کال د غبرګولي په لومړۍ نېټه پاى ته رسېږي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.