ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامدکرزى: تر يوې مياشتې پورې به د امنيتي سند په اړه لويه جرګه را وبلل شي

حامدکرزى: تر يوې مياشتې پورې به د امنيتي سند په اړه لويه جرګه را وبلل شي

author avatar
7 Oct 2013 - 16:16
حامدکرزى: تر يوې مياشتې پورې به د امنيتي سند په اړه لويه جرګه را وبلل شي
author avatar
7 Oct 2013 - 16:16

کابل (پژواک، ١٥ تله ٩٢):ولسمشر حامدکرزي  له امريکا سره د امنيتي سند په اړه دافغانستان په شرايطو د ټينګار تر څنګ وويل، چې تر راتلونکې مياشتې پورې به په دغه سند د خبرو لپاره لويه جرګه را وغواړي.

د افغانستان او مريکا متحده ايالاتو ترمنځ پر امنيتي سند خبرې نږدې يو کال وړاندې پيل شوې دي.

  امريکايي چارواکو په دې وروستيو کې غوښتنه وکړه، چې ياد سند دې په روانه ميلادي مياشت کې لاسليک  شي، خو ولسمشر کرزي مخکې ويلي و ، چې افغانستان ددغه سند لاسليکولو ته بېړه نه لري.

حامد کرزي نن په کابل کې يوې خبرې غونډې ته وويل، چې ددغه سند په ځينو برخو هوکړه شوې؛ خو بايد په ځينو نورو برخو يې هم خبرې وشي.

دهغه په خبره، افغانستان به په هغه صورت کې له امريکا سره امنيتي سند لاسليک کړي، چې د افغانستان شرايط ومنل شي.

 هغه وويل:(( د افغانستان خلک غواړي، چې له امريکا او لوېديځ سره دوستي ولري، په معامله کې وي، خو دغه دوستي او معامله بايد د افغانستان د خلکو ملي ګټې تضمين کړي، د افغانستان ملي ګټې دافغانستان دخلکو امنيت دى،چې  هم د تروريزم  او طالبانو له بريدونو خوندي وي او هم د امريکا او د هغوى د متحدينو له هوايي بمبار او د سرتېرو له سرغړونو او د امريکايي خپلسريو او تاوتريخوالو څخه خوندي وي، نو زموږ ملي منفعت د افغانستان د خلکو امنيت دى، دافغانستان دخلکو سوله ده او دافغانستان دخلکو ملي حاکميت دى، په دويمه درجه کې د امنيتي ځواکونو پياوړتيا او دافغانستان اقتصاد دى.”

 هغه زياته کړه:((موږ حاضر يو چې له امريکا سره تفاهم ته ورسېږو، خو امريکا بايد وپوهېږي، چې دغه سند دافغانستان د خلکو دامنيت په بيه نه شي تمامېدى او يا دې هم دامريکا دازاديو بيه ورکړل شي، چې هره ورځ يې زړه وغواړي دافغانستان دخلکو کورونو ته دې ور ولوېږې! له همدې امله موږ هم تر اوسه هوکړې ته نه يو رسېدلي، امريکا دې هم موږ ته قدمونه کېږدي، زموږ دخلکو او هېواد عزت او امنيت دې تضمين کړي، په هغه صورت کې دافغانستان خلک حاضر دي، چې له امريکا سره د معاملې لپاره همکاري وکړي.))

 کرزي وويل، چې دافغانستان خلکو ته دې ضمانت ورکړل شي، چې امنيت يې خوندي کېږي، بريد ورباندې نه کېږي، له دې پرته به د افغانستان خلک هېڅکله هم له امريکا سره د سند قبلول ونه مني.

 ولسمشر کرزي ټينګار وکړ:((امريکا بايد له موږ سره د يرغل په تعريف کې  روښانه او پرېکنده خبرې وکړي، په افغانستان د تېري مانا څه ده؟  ايا د يوه ګاونډي د ټانک او توپ راتګ يرغل دى؟ توپونه خو يې راغلل، خو ايا امريکا موږ ته پاملرنه وکړه؟  کونړ اوس هم د توپخانې تر بريد لاندې دى، امريکا له موږ سره څه وکړل؟ دګاونډي ټانک او الوتکه زموږ هېواد ته نه راځي،  خو که راځي،  نو ترهګر، ځانمرګى، بم او ماين خپله زموږ په جامو کې راځي،  ايا هغه ترهګريز عمل ، چې د افغانستان په ښارونو کې د ښځو،  نارينوو او افغان ماشومانو  د وژنې سبب ګرځي، يرغل دى که نه؟   په دې برخه کې د امريکا ځواب څه دى؟))

 نوموړي زياته کړه، چې تر راتلونکې يوې مياشتې پورې به لويه جرګه را وبلل شي او ددې سند ټول مواد  به وڅېړي، بيا به دا پرېکړه وکړي، چې ياد سند لاسليک شي او که نه ؟

دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه پورې د ولسواليو شورا ګانې ، چې رييسان يې بايد د لويې جرګې غړيتوب ولري، نه دي تشکيل شوې.

 د افغانستان د اساسي قانون له مخې، لويه جرګه د ملي شورا، د ولايتي او ولسواليو د شوراګانو له رييسانو، وزيرانو، د لويې څارنوالۍاو سترې محمکې له غړو او رييسانو څخه جوړه شوې، چې ياد کسان په کې د رايې ورکولو له حق پرته ګډون کوي.

ولسمشر کرزي څه موده وړاندې ويلي وو:  هغه جرګه چې له امريکا سره د امنيتي سند د لاسليک لپاره را بلل کېږي، بايد د افغانستان د خلکو له واقعي استازو څخه جوړه وي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.