ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مشرانو جرګې ځينو غړو امنيتي سند د افغانستان په ګټه وباله

د مشرانو جرګې ځينو غړو امنيتي سند د افغانستان په ګټه وباله

author avatar
8 Oct 2013 - 14:35
د مشرانو جرګې ځينو غړو امنيتي سند د افغانستان په ګټه وباله
author avatar
8 Oct 2013 - 14:35

کابل (پژواک ١٦ تله ٩٢): د مشرانو جرګې ځينې غړي د امريکا او افغانستان تر منځ امنيتي تړون د هېواد په ګټه بولي او په دې اړه له جوړېدونکې جرګې ملاتړ کوي.

د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي تړون پر سند له شاوخوا يو کال راهيسې خبرې روانې دي. افغان ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ وويل، چې پر دغه سند د بحث لپاره به په يوه مياشت کې لويه جرګه جوړه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې دمه د ولسواليو شوراګانې چې مشران يې بايد د اساسي قانون له مخې د ملي شورا د غړو او ولايتي شوراګانو د مشرانو تر څنګ، د لويې جرګې غړيتوب ولري، نه دي تشکيل شوې.

خو ولسمشر حامد کرزي ويلي، چې د امنيتي سند لپاره جوړېدونکې جرګه به د ټول هېواد د خلکو له ريښتينو استازو جوړه شي.

په مشرانو جرګه کې د باميانو استازي هدايت الله رهايي نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې وويل، چې افغانستان په حساسو شرايطو کې دى او په داسې شرايطو کې يوه پياوړي نړيوال ملګري ته اړتيا لري.

د ده په وينا، د افغانستان ګاونډي هېوادونه نه غواړي، چې افغانستان پياوړى وي او يا هم پياوړى ملګرى ولري څو دوى وکولاى شي خپل پلانونه په دغه هېواد کې پلي کړي.

د رهايي په وينا، افغانستان بايد له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړي تر څو د ګاونډيو له لاسوهنې خلاص شي.

هغه وايي، چې د حکومت له لوري د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي سند په اړه د لويې جرګې جوړېدل مثبت ګام دى.

په ياده جرګه کې د فراه استازي ګل احمد اعظمي هم وويل، چې افغانستان په سختو اقتصادي او امنيتي ستونزو کې ګير دى.

دى وايي، چې له دې ستونزو د خلاصېدو په موخه بايد لويه جرګه جوړه شي او په جرګه کې د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي سند په اړه خبرې وشي.

هغه زياته کړه: “د مشرانو جرګې د يوه غړي په توګه په دې اړه د لويي جرګې له جوړېدو ملاتړ کوم.”

په ياده جرګه کې د خوست استازي عارف الله پشتون هم د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي سند پر لاسليک ټينګار کوي او وايي، چې په اوسنيو شرايطو کې دغه سند د افغانستان لپاره اړين دى.

هغه وايي، چې په دې اړه بحثونه بايد په لويه جرګه کې ترسره شي.

د جرګې يو شمېر نورو غړو هم ورته نظرونه درلودل.

خو په ياده جرګه کې د پکتيا استازي عبدالحنان حق ويون وويل، چې په اوسنيو شرايطو کې د يادې جرګې جوړېدل د افغانستان په ګټه نه دي.

هغه مخکنۍ جرګې ته په اشارې زياته کړه: “په جرګه کې به ټول حکومتي کسان وي او د ملت استازي به په کې نه وي، نو د ملت استازي چې په کې نه وي دا جرګه په درد هم نه لګېږي.”

دى وايي وړاندې تر دې، چې له امريکا سره د امنيتي تړون سند لاسليک شي د مطالعې، تصويب او تاييد په موخه بايد ملي شورا ته واستول شي.

له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو او د دولت له وسله والو مخالفينو سره د خبرو پر ميکانيزم د مشورو په موخه، د ١٣٩٠ کال په لړم مياشت کې په کابل کې دوديزه لويه جرګه جوړه شوه.

په دې جرګه کې د هېواد له ټولو ولايتونو شاوخوا دوه زره تنو قومي مشرانو، ديني عالمانو، د ولايتي شوراګانو ٣٠ سلنه او د ملي شورا ډېرى غړيو ونډه لرله. 

دې جرګې د افغانستان او امريکا تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو سند لپاره دولت ته مشورې ورکړې او وروسته دا سند لاسليک او د ملي شورا له خوا تاييد شو.

د افغانستان او امريکا تر منځ امنيتي تړون هم د ستراتيژيکو همکاريو د سند له مخې لاسليک کېږي.

ولسمشر حامد کرزي، په افغانستان کې د امنيت ټينګښت، د ملي ځواکونو سمبالول، د هېواد ملي حاکميت ته احترام او نور له امريکا سره د امنيتي سند د لاسليک لپاره شرطونه وړاندې کړي دي.

د هغه په وينا، دغه سند به هغه مهال لاسليک شي، چې د افغانستان شرايط او ملي ګټې په کې په پام کې ونيول شي.

دغه راز کرزي ويلي، چې په دغه سند کې بايد په وضاحت سره پر افغانستان يرغل تعريف شي او په سند کې دا وضاحت هم شتون ولري، چې د يرغل پر مهال به امريکا له افغانستان سره څه کوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.