ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر ولسمشر  د بلخ د والي تورونه “تبليغاتي” اړخ لري

پر ولسمشر د بلخ د والي تورونه “تبليغاتي” اړخ لري

author avatar
8 Oct 2013 - 18:02
پر ولسمشر  د بلخ د والي تورونه “تبليغاتي” اړخ لري
author avatar
8 Oct 2013 - 18:02

کابل (پژواک١٦تله٩٢): سياسي کارپوهان وايي، چې  پر ولسمشر حامدکرزي د بلخ د والي له لوري لګېدلى تور د واقعيت په نسبت تر ډېره سياسي او تبليغاتي اړخ لري.

د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزى وايي، چې ولسمشر کولى شي موضوع د څېړنو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته راجع کړي، خو له دې پرته يوه مجرده ادعا هېڅ وخت د يوې جزايي دعوې د تحريک سبب نشي کېداى.

ده زياته کړه:” اما په حقوقي لحاظ، که چېرې جمهور رييس ګويا ده ته دغه پېشنهاد کړى و ، دا ده ته د څه نوم ورکوي؟ رشوت؟! که رشوت ورته وايي ولې يې اطلاع نه ده ورکړې؟ د والي په عنوان ده بايد اطلاع ورکړې واى ، چې جمهور رييس تر عدلي تعقيب لاندې راغلى واى.”

تېره ورځ د بلخ والي عطامحمد نور په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، ولسمشر حامد کرزي د اسلامي جمعيت ګوند ته وړانديز کړى و ، چې د ميليونونه ډالرو په بدل کې دې د هغه د خوښې  کانديد څخه ملاتړ وکړي او يا يې هم  لومړۍ مرستيالي ومني.

نور د صلاح الدين رباني په مشرۍ د اسلامي جمعيت ګوند اجراييوي مشر دى.

نور ويلي وو:” رييس صيب (صلاح الدين رباني) او ځېنو نورو کسانو ته په وار وار وړانديزونه وشول، ويې ويل پيسې او سپين چک، د پيسو اندېښنه مه کوئ، ٥٠ ميليونه، ١٠٠ ميليونه ډالر چې دا يا هغه هېواد يې ورکوي دومره خو موږ هم لرو؛ په مراتبو راغل د پيسو او سپين چک خبرې يې وکړې، لومړۍ مرستيالي او د کابينې يوه برخه يې هم ياده کړه. موږ هېڅ يو حاضر نه شوو چې موږ  دې  د دا ډول امتياز په هڅه کې و اوسو… په آزاده او څرګنده وايم چې جناب ولسمشر موږ ته دا وړانديز درلود.ټيم يې موږ ته دا مشوره درلوده په مراتبو يې موږ سره خبرې وکړې، ويل يې چې له تا، يا صلاح الدين خان او يا په لنډه توګه ووايم  جمعيت سره زموږ ټيم بشپړېږي.”

ستانکزى وايي ، چې په سياسي تعاملاتو کې کله ناکله داسې تبليغات کېږي.

ده زياته کړه:” زه فکر کوم د کمپاين په درشل کې دا د يوه معيين کانديد په “ګټه” تبليغاتي اړخ لري. ددې لپاره چې ددوى په ګوند کې متفرق عناصر راټول کړي، له دې  يې د يوې سياسي حربې په عنوان استفاده کړې.”

ستانکزی زياتوي ، چې عطا محمد نور د دولت برحاله والي دى ، نو دى بايد دا ډول اظهارات د اداري سلسله مراتبو له لحاظه ونه کړي.

خو بلخوا نن د بلخ والي عطا محمد نور هغه راپورونه ناسم بللي، چې ده ته ولسمشر کرزي د پيسو وړانديز کړى وو، تر څو د هغه د خوښې له  کانديد څخه ملاتړ وکړي.

 نور په مزار شريف کې يوې غونډې ته وويل ، چې ولسمشر کرزي ترې دا غوښتنه کړې وه، چې د ځينو کانديدانو ملاتړ وکړي، خو د پيسو د سپين چک يې څه نه وو ويلي.

دى زياتوي ، د پيسو خبره نورو کانديدانو کړې وه ، چې ده نه وه منلې، خو د هغو کانديدانو نومونه  يې وانخيستل.

د بلخ والي وروسته له هغه دا ډول څرګندونې کوي ، چې يوه ورځ مخکې ولسمشر حامد کرزي د يوه فرمان له مخې له دولتي چارواکو وغوښتل، چې  په راتلونکو ټاکنو کې خپله بې طرفي وساتي.

په دغه فرمان کې راغلي وو، چې سرغړوونکي به د عدلي تعقيب په موخه اړوند ادارو ته ور وپېژندل شي.

د کرزي دا فرمان د تلې په ١٤ مه، ټاکنو ته د کانديدانو د نوم ليکنې په وروستۍ ورځ وروسته له هغه خپور شو ، چې ځينو دولتي چارواکو ولسمشرۍ ته د کانديدانو د نوم ليکنې پرمهال د هغوى ملتيا کوله.

په فرمان کې له ټولو دولتي کار کوونکو غوښتنه شوې، چې په ټاکنيزو مبارزو پورې اړوند فعاليتونو کې دې په رسمي وخت کې ګډون نه کوي.

که څه هم د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکيو وويل ،چې له کانديدانو سره د دولتي چارواکيو ملتيا کومه قانوني ستونزه نه لري، خو د ټاکنو په برخه کې فعال بنسټونه ورته د سرغړاوي په سترګه ګوري.

د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجراييوي مشر جانداد سپين غر وايي، چې د نوم ليکنې پرمهال له کانديدانو سره د دولتي چارواکيو ملتيا د ټاکنو قانون ته په کتو يوه سرغړونه وه.

دى وايي ، چې د ملي شورا د غړو او واليانو په ګډون يو شمېر لوړپوړي دولتي چارواکي وليدل شول، چې د کانديدانو د نوم ليکنې پرمهال يې د هغوى ملتيا کوله.

سپين غر وايي ، چې دا ملتيا کمپاين نه، بلکې له ټاکنيزو مقرراتو سرغړونه ده، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون يې بايد مخه نيولې واى.

 دى وايي، چې حکومت بايد د ولسمشر کرزي وروستى فرمان په جدي توګه پلى کړي ، چې له دولتي چارواکيو يې غوښتي د ټاکنو په پروسه کې خپله بې طرفي وساتي.

ولسمشرۍ ته د ٢٧ کانديدانو له ډلې د وتليو څېرو د نوم ليکنې پرمهال ځېنو دولتي چارواکيو د ملاتړ ښودلو په توګه له هغوى سره د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته تللي وو.

د ملي ايتلاف د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د نوم ليکنې پرمهال د ملي شورا غړى محمد يونس قانوني، د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني، د مشرانو جرګې مرستيال محمد علم ايزديار او د بلخ والي عطامحمد نور له هغه سره ملګري وو.

همداراز د عبدالرب رسول سياف د نوم ليکنې پرمهال د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي، د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار، د ملي شورا ځينې غړي او د پخوانيو جهادي تنظيمونو ځينو غړو حضور درلود.

اشرف غني احمدزى هم د ځينو پخوانيو دولتي چارواکو ترڅنګ د ولسي جرګې د غړيو عبدالظاهر قدير، حميدزي لالي، اسدالله سعادتي او نقيب الله فايق له خوا بدرګه کېده.

  د ولسمشر حامد کرزي د ورور قيوم کرزي ملتيا ته د مهاجرينو وزير جماهير انوري ورغلى و .

همداراز ولسمشر کرزي تېره جمعه (١٢تله) د يوه ١٣ ماده ييز فرمان له مخې ، چې د چارو د ادارې له خوا خپور شو، له امنيتي ارګانونو هم غوښتي، چې  د ټاکنو د خپلواک کمېسيون کارکوونکو، ولايتي دفترونو، د راىې ورکولو او رايه شمېرنې د مرکزونو امنيت  ټينګه وساتي.

 ددې فرمان په پنځمه ماده کې له امنيتي ځواکونو غوښتل شوي ، چې په ټاکنو کې له لاسوهنې او په خپل سر د راىه ورکونې او رايه شمېرنې مرکزونو ته له داخلېدو ډډه وکړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.