ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فارياب کې پنځه قلمه تاريخي اثار ترلاسه شول

په فارياب کې پنځه قلمه تاريخي اثار ترلاسه شول

author avatar
9 Oct 2013 - 13:19
په فارياب کې پنځه قلمه تاريخي اثار ترلاسه شول
author avatar
9 Oct 2013 - 13:19

ميمنه (پژواک ١٧ تله ٩٢): د فارياب ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د امنيتي ځواکونو له خوا د بوديزم دورې د پنځو اثارو له ترلاسه کولو هرکلى وکړ.

د فارياب والي محمدالله بتاش پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغو اثارو کې د يوې ښځې او نارينه د سرونو مجسمې، يوه ډبرينه پياله، د دعا پر مهال د يوه سړي وړوکي مجسمه او دوه ډبرين ماران دي، چې د ملي امنيت د کارکوونکو له خوا په قيصار ولسوالۍ کې ترلاسه شوي دي.

هغه زياته کړه، قاچاق وړونکو نيت درلود، چې دغه اثار بهر ته ولېږدوي.

د فارياب ملي امنيت يوې سرچينې وويل، چې دغه اثار دوه ورځې وړاندې له يوه مسافر وړونکي موټر څخه کشف شوي، خو عاملان يې تښتېدلي دي.

امنيتي چارواکي وايي، احتمال لري، چې دغه اثار د  قيصار ولسوالۍ له دوو تاريخي ساحو زيارتګاه او شاخ څخه ترلاسه شوي وي.

د فارياب د اطلاعاتو او فرهنګ رييس احمدشاکر د دغو اثارو د ترلاسه کولو د پخلي ترڅنګ د دغه کار ستاينه وکړه.

 هغه زياته کړه، دا چې فارياب موزيم نه لري، نو د کابل ملي موزيم ته به يې واستوي.

ضربي زياته کړه، چې د دغو  اثارو لرغونوالى د بوديزم دورې ته رسېږي، بودايانو له دويمې تر پنځمې ميلادي پېړۍ په افغانستان کې ژوند کاوه.

تر دې وړاندې هم د ملي امنيت کارکوونکو دوه تاريخ اثار، چې يو يې صراحي (پياله) او بل يې سفالي لوښى و، هم نيولي او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته يې سپارلي وو.

فارياب په لسګونو تاريخي ساحې لري، چې کولى شو د خواجه عزيزان تاريخي زيارت (اصحاب کهف) څخه يادونه وکړو، چې  د يوې مغارې دننه په څادر کې پوښلي شپږ جسدونه ليدل کېږي.

د دغو مړو په لوديځه برخه کې د يوه باز، يوې هوسۍ او يوه ښکاري سپي جسدونه هم شته، چې خوله يې د هوسۍ په  ورانه  لګېدلې ده.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.