ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اوو طالبانو ته د خپل ماين چاودنې مرګ ژوبله واړوله

اوو طالبانو ته د خپل ماين چاودنې مرګ ژوبله واړوله

ميمنه-پلخري (پژواک ١٧ تله ٩٢): په فارياب ولايت کې دوه وسله وال طالبان د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي، د دې ترڅنګ ١٤٠ د درنو وسلو مرمۍ هم په بغلان ولايت کې ترلاسه شوې دي.

د فارياب د قيصار ولسوال عبدالجميل صديقي وايي، د طالبانو يوه ډله تېره شپه  په يوه زړه امنيتي پوسته کې په ماين جوړولو بوخته وه، چې ماين يې پرې وچاودېد او ياده مرګه ژوبله يې واړوله.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، دوى پلان درلود، چې دغه ماين د سړک پر غاړه امنيتي ځواکونو ته ځاى پر ځاى کړي.

په فارياب کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا وياند جګړن رضا رضا وويل، د چاودنو له امله د دوو وژل شوو طالبانو مړي د پېښې په سيمه کې پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د فارياب په خانچارباغ ولسوالۍ کې يو ماين اېښودونکى له دوو کلاشينکوفونو  او يوه موټرسايکل سره ونيول شو.

د بغلان په انداربونو ولسوالۍ کې هم د مهماتو يوه زېرمه کشف شوې ده.

د بغلان امنيه قوماندانۍ وياند جاويد بشارت پژواک ته وويل، چې له دغه ډېپو څخه د BM1 ١٤٦ مرمۍ او يوه اندازه  نور بېلابېل مهمات ترلاسه شوي دي.

هغه زياته کړه، دغه توکي چې د ناقانونه وسله والو له لوري زېرمه شوي وو،  د ملي اردو او پوليسو له خوا  د “میوند٦”  په نوم پيل شوو عملياتو په ترڅ کې په اندرابونو (پلحصار، ده صلاح او بنو) کې نيول شوي دي.

بشارت زياته کړه، چې د نا قانونه وسله والو د نيولو لپاره  عمليات دوام لري، هغوى غرونو ته تښي، خو د امنيتي ځواکونو له خا تعقبېږي.

د ويلو ده، چې د اندراب اوسېدونکو تر دې  وړاندې د خپل سرو وسله والو له ځور او ازار نه شکايت کاوه او دهغوى د بې وسلې کولو غوښتنه يې کړې وه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.