ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان وايي ملا برادر لا هم بندي دى

طالبان وايي ملا برادر لا هم بندي دى

author avatar
9 Oct 2013 - 10:54
طالبان وايي ملا برادر لا هم بندي دى
author avatar
9 Oct 2013 - 10:54

کابل (پژواک ١٧ تله ٩٢): طالبان وايي چې ملا برادر نه دى خوشى شوى او د هغه خراب روغتيايي حالت ته په کتو سره يې له پاکستانه غوښتي چې هغه دې ژر تر ژره خوشى کړي.

ملا عبدالغني برادر چې د طالبانو د مشر ملا محمدعمر مرستيال و، درې کاله مخکې د پاکستان له خوا تر نيول کېدو وروسته بندي شو.

خو تېره مياشت پاکستان اعلان وکړ، چې د افغان حکومت او د سولې عالي شورا د غوښتنو او هلو ځلو په پايله کې يې ملا برادر د وږي په ٣٠مه خوشى کړى دى.

د افغانستان حکومت بار بار د هغه د سپارلو غوښتنې کولې، خو پاکستان کابل ته د ملا برادر له سپارلو د انکار تر څنګ ويلي، چې هغه يې د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره خوشى کړى دى.

که څه هم د ملا برادر د خوشې کېدو د خبر نږدې درې اونۍ کېږي، خو وسله والو اوس د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ملا برادر د خوشې کولو خبرونه رد کړي دي.

 د طالبانو د يوه وياند ذبيح الله مجاهد د تلې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هغه نه خوشى شوى، نه يې له کورنۍ سره اړيکې نيولې او نه يې هم کوم ډول سياسي فعاليت يې پيل کړى دى.

مجاهد زياته کړې، چې ملا برادر اوس هم په زندان کې په داسې حال کې شپې او ورځې تېروي چې روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ دى او ورځ تر بلې د خرابېدو په لوري درومي.

طالبانو د يادې خبرپاڼې له لارې د نوموړي روغتیايي حالت ناسم بللى او خوشې کېدنه يې د انساني او اسلامي خواخوږۍ له مخې د هغه خپل حق ګڼي او ژر تر ژره یې د خلاصون غوښتنه کړې ده.

طالبانو ويلي: ((د پاکستان حکومت لوړپوړوچارواکو په تکراري ډول د نوموړي د خلاصون خبر ورکړى، حال دا چې هغه لا نه دی خلاص نو د پاکستان د حکومت له چارواکو نه په جدي توګه غوښتنه کوو چې د دې خبرې سپيناوی وکړي او لکه څرنګه چې یې اعلان کړی هم هغسې نوموړی ازاد او مو ضوع روښانه کړي .))

د پاکستان له خوا د ملا برادر د خوشې کېدو د خبر تر خپرېدو وروسته پاکستانۍ رسنيو خبر ورکړى و، چې ملا برادر له پېښور ښار څخه کراچۍ ته لېږدول شوى دى.

سرچينو زياته کړې، چې نوموړى په يوه الوتکه کې له پېښوره کراچۍ ته لېږدول شوى او هلته په يوه خوندي ځاى کې ساتل شوى دى.

ځينو سرچينو دا هم ويلي، چې ملا برادر په کراچۍ ښار کې خپل هغه کور ته لېږدول شوى، له کوم ځاى څخه چې په ٢٠١٠ زېږديز کال کې د ځانګړو امريکايي او پاکستاني ځواکونو له خوا د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې نيول شوى و.

خو تېره اونۍ رسنيو بيا خبر ورکړ، چې له افغاني طالبانو سره د خبرو اترو په موخه ملا برادر بېرته له کراچۍ څخه پېښور ته لېږدول شوى دى.

ولسمشر حامد کرزي هم تېره اونۍ د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې دوى تر اوسه له ملابرادر سره اړيکه نه ده نيولې او نه يې ورته ادرس معلوم دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.