هرات-کونړ-غزني (پژواک ١٧ تله ٩٢): چارواکي وايي، چې په بېلابېلو امنيتي پېښو کې ١٦ وسله وال او د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.
د لوېديځ زون د سرحدي پوليسو قوماندان جنرال شېراحمد ملداني د تلې په ١٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې ٨ وسله وال د بادغيس په بالامرغاب کې ووژل شول.
نوموړي زياته کړه، وسله والو طالبانو تېره شپه د بالامرغاب په جوى ګنج سيمه کې د سرحدي پوليسو پر پوسته بريد وکړ او وروسته په درى ساعته جګړه کې اته بريد کوونکي ووژل شول.
د ملداني په وينا، د دريو بريدګرو مړي د جګړې په سيمه کې پاتې وو او سهار يې د سيمې خلکو ته وسپارل، خو زياتوي چې پوليسو ته کوم زيان نه دى رسېدلى.
د ده په خبره، سرحدي پوليسو پرون مازديګر د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د ايران پولې ته څېرمه پنځه وسله وال وژلي دي.
هغه زياتوي، په دې سرحدي نښته کې اوه وسله وال او دوه سرحدي پوليس ټپيان شوي هم دي.
د يو بل خبر له مخې، په کونړ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د دويمې لوا د عامه اړيکو مسوول جګړن هارون يوسفزی وايي، چې تېره شپه د ملي اردو د ګزمې پر موټر د ريموټ کنټرول ماين چاودنه وشوه.
هغه زياتوي، چاودنې درې سرتېري ووژل او دوه يې ټپيان کړل، نوموړى د ټپيانو روغتيايي حالت ښه بولي.
دغه راز د غزني ښار د سينما په څلورلاره کې په يو موبايل پلورنځي کې چاودنې دوه تنه ټپيان کړي دي.
د غزني د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال اسدالله انصافي وايي، چې د ټپيانو حالت ښه دى خو د چاودنې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
پرون سهار هم د غزني ښار حکيم سنايي زيارت ته څېرمه پر بايسکل ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو يو ملکي کس وژلى و.
طالبانو د هرات او بادغيس د پېښو په اړه څه نه دي ويلي، خو د طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ په مټين سيمه کې يې د ملي اردو پر ټانګ چاودنه کړې، پنځه عسکر يې وژلي او ټانګ يې له منځه وړی دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن