ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لږ پوهاوي له امله د ډېرو افغانانو رواني ستونزې پټې پاتې دي

د لږ پوهاوي له امله د ډېرو افغانانو رواني ستونزې پټې پاتې دي

author avatar
11 Oct 2013 - 15:07
د لږ پوهاوي له امله د ډېرو افغانانو رواني ستونزې پټې پاتې دي
author avatar
11 Oct 2013 - 15:07

کابل (پژواک،١٩ تله٩٢):ډېرى افغانان له رواني – ټولنيزو ستونزو سره مخ دي،خو ډېرې دغه ستونزې د رواني روغتيا په اړه د پوهاوي د کچې د ټيټوالي له امله پټې پاتې دي.

خو د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، چې د رواني روغتيا په اړه د خلکو د پوهاوي کچې د لوړولو لپاره يې هڅې دوام لري.

د رواني روغتيا د نړيوالې ورځې (اکټوبر لسمې ) په مناسبت د ياد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د نړۍ پنځوس سلنه خلک د رواني ستونزو نښې لري.

سرچينې،په افغانستان کې په رواني ستونزو د اخته کسانو سلنه نه ده ياده کړې، خو ليکلي يې دي، چې خپګان، اضطراب او رواني صدمې په افغانستان کې ډېرې شايع دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: ” زموږ په هېواد کې د تېرو ډېرو کلونو په اوږدو کې ډېر کسان له رواني – ټولنيزو ستونزو سره مخ شوي؛ دغه ستونزې د خلکو د پوهاوي کچې د ټيټوالي له امله پټې پاتې شوي او د چوپړ د نه شتون له امله يې درملنه نه ده شوې”

د عامې روغتيا وزارت زياتوي، چې ښځې، ماشومان، فقرا، د لوړ عمر لرونکي، معيوبين او کډوال تر نورو ډېر په دې برخه کې زيانمن شوي او دغو فشارونو د هغوى د ژوند کيفيت راغورځولى دى. 

سرچينې زياتې کړې: “په صراحت سره ويلي شو، چې فقر ، بېکاري او د رواني اختلالاتو له امله په تصميم نيونو کې ستونزې په هېواد کې د جګړې او تاوتريخواليو د دوام له لاملونو دي.”

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ټولنې د يادو زيانمنونکو ډلو په رواني وضعيت کې ښه والى راوستل،د عامې روغتيا وزارت له ٢٠١١ تر ٢٠١٥ کلونو د روغتيا د ملي  ستراتيژۍ له لومړيتوبونو څخه دي .

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په روان کال کې د روغتيايي مرکزونو ٣٠ سلنه کارکوونکي لکه ډاکټران،نرسان، قابلې او د ټولنې د روغتيا څارونکي، د رواني روغتيا په برخه کې روزل شوي دي .

سرچينه زياتوي، چې دا مهال د رواني – ټولنيزو چارو ٢٥٠ نارينه او ښځينه سلاکاران د رواني روغتيا په برخه کې فعاليت کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره مياشت د رواني – ټولنيزو چارو ٦٤ سلاکارانو ته د مشورو وړاندې کولو مسلکي زده کړې ورکړل شوې او له پلان سره سم په دې برخه کې د نورو سلاکارانو او روغتيايي مرکزونو د کارکوونکو د روزنې چارې دوام لري.

افغانستان د ختيځې مديترانې حوزې له هغو هېوادونو دى، چې له ٢٠٠٥ کال راهيسې يې رواني روغتيا د بنسټيز روغتيايي چوپړ او د روغتونونو په کچه د چوپړ وړاندې کولو په ټولګو کې شامل کړى دى .

د عامې روغتيا وزارت ويلي،دا کار يې د دې لپاره کړى ، چې د رواني روغتيا چوپړ ته د خلکو د لاسرسۍ کچه لوړه او د رواني اختلالاتو له امله د رامنځته شوې استګما ( ننګ ) کچه ټيټه شي.

د خبرپاڼې له مخې، د عامې روغتيا وزارت هڅې کوي،چې د رواني روغتيا چوپړ د تخصصي روغتونونو په کچه پياړوى کړي او وقايوي چوپړ لکه رواني روغتيا په ښوونځيو او پوهنتونونو کې او دغه راز په دې برخه کې د بيړنيو مرستو پروګرام پراخ کړي.

سږ کال په نړۍ کې د رواني روغتيا ورځ د “رواني ستونزې او لوړ عمر ” تر شعار لاندې ونمانځل شوه او موخه يې د رواني مسايلو په اړه د عامه پوهاوي د کچې لوړېدل، له دې ستونزو د وتو لارو موندل او رواني روغتيا لپاره د ملاتړ تر لاسه کول وو.

دا مهال په نړۍ کې له ٨٠٠ مېليونو څخه ډېر شپېته کلن او يا تر دې د ډېر عمرلرونکي کسان ژوند کوي. امکان لري،چې دغه کچه تر ٢٠٥٠ ميلادي کال پورې له دوو میلیاردو څخه لوړه شي.

د عامې روغتيا وزارت وايي، دې محاسبې ته په پام سره به ډېر ژر په نړۍ کې د عمرخوړلو کسان شمېر له ماشومانو ډېر شي.

سرچينه زياتوي: “د عمر خوړلو کسانو لږ او يا متوسط عايد او د هغوى نامناسب ژوند ته په پام سره، اېجابوي،چې د هغوى د روحي سلامتيا لپاره جدي ګامونه پورته شي “

 

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.