ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د څارويو بيې لوړې شوي

د څارويو بيې لوړې شوي

author avatar
12 Oct 2013 - 16:58
د څارويو بيې لوړې شوي
author avatar
12 Oct 2013 - 16:58

کابل-کندهار-جلال اباد (پژواک ٢٠ تله ٩٢): د لوى اختر په را رسېدو سره د تېر په څېر د څارويو د پلور بازار ښه تود دى، خو سږ يې د تېر کال په پرتله بيې په اوسط ډول تر ٤٠ سلنې ډېرې لوړې شوې دي.

افغانستان هم څاروي لري، خو د لوى اختر د قربانيو لپاره ډېر لوى څاروي لکه غوايان او مېښې له پاکستان او پسونه له تاجکستان څخه هېواد ته رالېږدول کېږي او په بېلابېلو سيمو کې په ځانګړو ځايونو کې پلورل کېږي.

د څارويو سوداګر وايي، له دې امله څاروي په لوړه بيه پلوري، چې هېواد ته د رالېږد پر مهال ترې په ناقانونه توګه پيسې اخيستل کېږي، کرايې او د څارويو د خوراکي توکو بيې هم لوړې شوې دي.

خو حکومتي چارواکي په ناقانونه توګه د څارويو له سوداګرو د پيسو د اخيستو دعوه ناسمه بولي او په کلکه يې ردوي.

شهداى صالحين په کابل ښار کې يو له هغو ځايونو دى، چې څاروي په کې پلورل کېږي.

شاکر چې شهداى صالحين ته د څاروي د پېر په نيت راغلى و وايي، تېر کال يې يو غويى چې ٢٢ منه غوښه يې لرله، په ٣٥ زره افغانۍ پېرلى و، خو اوس دومره غويى په ٥٠ زره افغانۍ پلورل کېږي.

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالعزيز وايي، تېر کال يې يو غويى په پنځه ويشت زره افغانۍ اخيستى و، خو سږ کال هغومره غويى په څلوېښت زره افغانۍ پلورل کېږي.

ده زياته کړه: “کال تر کاله بدتري ده، په کومه بيه مو چې وړم کال څاروى اخيستى و، بيا تېر کال له هغې يو څه قيمته و، او اوس له تېر کال څخه قيمته دي.”

د جلال اباد ښار اوسېدونکى سيدانور، د دغه ښار د څارويو د پلور ځاى ته د څاروي اخيستو په موخه راغلى او وايي: “تېر کال يو پسه په لس- دولس زره کلدارې و، خو اوس له پنځلس- شپاړلس زره کم نه کېږي.”

سوداګر هم د بيو لوړوالى مني، خو وايي علت يې دا دى چې له دوى څخه ناقانونه پيسې اخيستل کېږي، د څارويو د خوراکي توکو بيې کرايې او په پاکستان کې د څارويو بيې لوړې شوې دي.

د څارويو يو سوداګر غلام حضرت چې د کابل ښار په کمپنۍ سيمه کې څاروي پلوري، وايي، چې هر غويى د ورځې ٥٠٠ افغانۍ لګښت لري.

دى وايي، چې تېر کال يو من واښه په ٥٠ افغانۍ وو، خو اوس يې بيه ١٢٠ افغانيو ته لوړه شوې چې دا کار د څارويو پر بيو اغېز لري.

خو د فريد احمد په نوم د څارويو بل سوداګر وايي، په کابل کې د څارويو د بيو بل لامل دا دى چې په پاکستان کې هم د څارويو بيې لوړې شوي، ځکه چې هلته سېلابونو ډېر څاروي مړه کړي دي.

په کابل کې د سيف الدين په نوم د څارويو يو سوداګر وايي، يو داسې غويى چې تېر کال په ٣٠ زره افغانۍ پلورل کېده، سږ يې بيه تر ٥٠ زره افغانيو لوړه شوې ده.

دى د دغو بيو د لوړوالي د لامل په اړه وايي، له پاکستان څخه د يوه غويي يا مېښ په رالېږد له پنځو تر لسو زرو افغانۍ لګښت راځي، ځکه چې له دولتي ټکس پرته پوليس هم د څارويو له سوداګرو په ناقانونه ډول پيسې اخلي.

د څارويو بل سوداګر محمد نذير چې له پاکستان څخه يې ننګرهار ته څاروي راوړي وايي، چې له يوې خوا تيل قيمته شوي او له بله پلوه په لاره کې هم ترې د پوليسو بيلابيلې پوستې پېسې اخلي ، نو مجبور دي چې د څارويو بيې لوړ کړي.

ده وويل: “حق ناحقه زمونږ موټر ودروي او پېسې رانه غواړي حال دا چې مونږ محصول هم کړى وي.”

رئيس خان چې له کونړ ولايت نه يې وزګوړي او پسونه جلال اباد ته راوستي وايي، په لارو کې يې پوليس او وسله وال دواړه تنګوي.

 هغه وايي، پوليس ترې په دې نامه پيسې اخلي چې دا يې له بهره راوړي او وسله وال يې په دې پلمه ځوروي چې دا څاروي دولت ته وړل کېږي.

دی زياتوی: “نو چې موږ نه پر يوه پسه دوه – درې زره روپۍ لاړې شي نو مجبور يو چې دلته يې قيمته خرڅ کړو.”

د وړو څارويو سوداګر محمدعيسى چې له تاجکستان څخه يې سل پسونه کابل ته راوستي وايي، هغه پسه چې تېر کال په ٧ زره افغانۍ پلورل کېده، سږ يې بيه ١٢ زرو ته لوړه شوې ده.

هغه وويل، له دې امله د وړو څارويو بيې لوړې شوې، چې د هېواد په شمالي ولايتونو کې د وچکالۍ له امله ډېر څاروي زيانمن شوي او خوراکي توکي يې لکه رشقه او واښه کم شوي دي.

د ده په وينا، له همدې امله سوداګر ډېر مالونه له تاجکستان څخه واردوي او د کرايې تر څنګ يې بايد ټکس او ماليه هم دولت ته ورکړي.

دى هم وايي، چې پوليس پر لارو ترې په ناقانونه توګه پيسې اخلي.

 

د هېواد د نورو ولايتونو په څېر سږ کال په کندهار کې هم د لوى اختر په را رسېدو د څارويو بيه لوړه شوې ده.

 

 د کندهار ښار د دويمې ناحيې اوسېدونکى عبدالرحمن چې همدا نن يې د قربانۍ لپاره څاروى اخيستى و، وايي پخوا چې به يې د قربانۍ لپاره يو پسه په ١٠ زره افغانۍ اخيست، اوس يې په ١٢ زره افغانۍ اخيستى.

 

دى وايي، نه يوازې پسونه بلکې د غوايانو بيې هم لوړې شوې دي.

 

بل خوا د څارويو پلورونکي او مالداران وايي، چې پوليس په لارو کې څارويو د راوړلو پر مهال ترې پيسې اخلي، نو ځکه مجبور دي، چې ګران يې وپلوري.

 

د جمعه ګل په نوم د څارويو يوه سوداګر پژواک ته وويل، کله چې يې له غزني ولايت څخه کندهار ته پسونه لېږدول، نو پر لاره پوليسو پر هره پوسته ورڅخه له ٣٠٠ تر ٥٠٠ افغانۍ اخيستې دي.

 

دى وايي، که يې پيسې نه واى ورکړې، نو کندهار ته د تلو اجازه يې نه ورکوله، نو اوس مجبور دى، چې خپل څاروي ګران وپلوري.

 

 خو د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي دا خبره نه مني چې پوليس پر لارو د څارويو له سوداګرو پيسې اخلي.

 

هغه وايي، چې څارويو بيې د اختر په رارسېدو سره د تقاضا د لوړوالي له امله لوړې شوي دي .

 

دى زياتوي: “پوليس حق نه لري، چې د وسايطو د توقف له ځايونو پرته بل ځاى موټر ودروي.”

 

ځيني څاروي اخيستونکي وايي، چې سوداګر پر خپل سر بيې ټاکي او ښاروالي يې نه کنټرولوي.

 

خو د ښاروالۍ د خپرونو رييس عبدالقادر ارزو وايي، چې ښاروالي د وزيرانو شورا د ١٣٨١ کال د مصوبې له مخې نه شي کولاى چې بيې کنټرول کړي.

 

د ده په وينا، د ازاد بازار له مخې هر څوک د خپلو توکو بيې په خپله ټاکي.

 

Visits: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.