ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ اتلان نن هېواد ته راستنېږي

د کرکټ اتلان نن هېواد ته راستنېږي

author avatar
12 Oct 2013 - 11:25
د کرکټ اتلان نن هېواد ته راستنېږي
author avatar
12 Oct 2013 - 11:25

کابل (پژواک ٢٠ تله ٩٢): د افغانستان د کرکـټ ملي لوبډله ، چې په متحده عربي اماراتو کې يې کينيا ته په ماتې ورکولو سره نړيوال جام ته لاره پيدا کړه، نن  مازديګر هېواد ته راستنېږي.

د کرکټ ملي لوبـډله د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې د کينيا لوبـډلې په يوه شل اووريزه، دوه يو ورځنيو او يوه څلور ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه، خو وروستۍ شل اووريزه لوبه کينيا وګټله.

د کرکټ ملي لوبډله کينيا ته په دوو يو ورځنيو لوبو کې ماتې ورکولو سره د ٢٠١٥ زېږديز کال د ٥٠ اووريزو سياليو نړيوال جام ته چې په اسـټراليا او نيوزيلينډ کې ترسره کېږي، لاره پيدا کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د تلې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کرکټ اتلان نن تر غرمې وروسته په څلورو بجو د کابل نړيوال هوايي ډګر ته را رسېږي.

هغه زياته کړه، چې د افغانستان کرکټ بورډ له مرکزي دفتره د لسګونو موټرو يو کاروان به د کابل هوايي ډګر ته د ملي اتلانو د هرکلي لپاره ورځي.

دى وايي، چې د کرکټ بورډ چارواکو او مينه والو تر څنګ ګڼ شمېر دولتي چارواکي او د ملي شورا غړي به هم د ملي لوبډلې هرکلي ته ورشي.

د هوتک په وينا، د کرکټ ملي لوبډله به له هوايي ډګر څخه نېغ په نېغه د کابل د کرکټ نړيوال لوبغالي ته راځي او هلته به د هغوى په وياړ يوه لويه او پراخه غونډه ونيول شي.

د کرکټ بورډ وياند وويل، چې د غونډې په پاى کې يو کنسرت هم په پام کې نيول شوى دى.

د يادونې ده، ولسمشر حامد کرزي هم د ملي لوبډلې د هرکلي لپاره يوه کمېسيون ته دنده سپارلې ده.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.