لښکرګاه (پژواک ٢١ تله ٩٢): امنيتي چارواکي وايي، چې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې يې د طالبانو زندان مات کړى او اوه ملکي وګړي يې ترې ازاد کړي دي.
په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردود د درېيمې لوا قوماندان جنرال محمدنسيم وايي، په نادعلي ولسوالۍ کې يې د طالبانو هغه زندان مات کړى، چې ٧ ولسي وګړي يې له دولت سره د مرستي په تور په کې بنديان کړي وو.
د ده په خبره، يادو کسانو پوره ١٢ ورځې د نادعلي ولسوالۍ د لوى مانده په دښت سيمه کې د طالبانو په يوه زندان کې تېرې کړې دي.
نوموړي زياته کړه، دوى د پټو معلوماتو پر بنسټ عمليات ترسره کړل ، چې په ترڅ کې يې د طالبانو په زندان کې ساتل شوي بنديان خوشې او خپلو کورونو ته يې ورسول.
د يو بل خبر له مخې، د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر جمعه ګل همت د تلې په ٢١مه پژواک اژانس ته وويل، تېره شپه وسله والو طالبانو د موسى کلا پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل، چې د پوليسو له سخت غبرګون سره مخ شول او له سيمې وتښتېدل.
نوموړي زياته کړه، د جګړې په ترڅ کې يې ٦ وسله وال طالبان وژلي او پنځه ميله وسله د پوليسو لاسته ورغلې ده.
د همت په وينا، وسله والو طالبانو وروسته له هغه د موسى کلا په ځينو سيمو کې پر امنيتي پوستو بريدونه پيل کړل، چې په سنګين کې له ماتي سره مخ شول.
بلخوا د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، په موسى کلا کې يې د پوليسو د يوه قوماندان ګلاب په ګډون ٦ تنه او په مارجه کې يې څلور سيمه ييز پوليسو وژلي دي.
خو دولتي مسوولين بيا خپلې خوا ته اوښتې مرګ ژوبله نه مني.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن