اسعداباد (پژواک ٢١ تله ٩٢): چارواکي وايي،د کونړ مرکز اسعداباد ته څېرمه د نړيوالو ځواکونو پر ډزو دوه تنه وژل شوي او پنځه ټپيان دي، بلخوا دوه ماشومان طالبانو د جاسوسۍ په تور وژلي دي.
د کونړ والي شجاع الملک جلاله د تلې په ٢١مه پژواک اژانس ته وويل، نن سهار شاوخوا لس بجې طالبانو د اېتلافي ځواکونو پر مرکز د هاوان شپږ ګولۍ ووېشتلې.
د نوموړي په وينا، د طالبانو په بريد کې نه نړيوالو سرتېرو او نه هم د سيمې خلکو ته کوم زيان اوښتى، خو د نړيوالو ځواکونو په متقابلو ډزو کې پر يو کور څو مرمۍ لګېدلې دي.
د والي په وينا، د نړيوالو ځواکونو له خوا پر ډزو د صدګوله سيمې په يوه کور کې يې دوه ماشومان وژلي او د يوې مېرمنې په ګډون د کور پنځه غړي ټپيان شوي دي.
هغه زياتوي، ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى.
د يو بل خبر له مخې، د کونړ والي وايي، پرون مازديګر وسله والو د وټه پور په ولسوالۍ کې دوه ماشومان وروڼه دولت ته د جاسوسۍ په تور وژلي دي.
هغه زياتوي، چې دغه وروڼه يو د اتو او بل يې د دوولسو کلونو وو او له دولت سره يې هيڅ اړيکه نه لرله.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد، دا نه مني، چې دوى په کونړ کې ماشومان وژلي او زياتوي، چې د دولت دا تور د طالبانو د بدنامولو دسيسه ده.
دغه راز طالب وياند وايي چې دوى نن د مرکز اسعداباد اړوند د امريکايانو پر مرکز ١٦ توغندي ويشتلي چې په نتيجه کې يې څلور امريکايان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
مجاهد زياتوي، چې د امريکايانو د توپچي پر ډزوکې دوه طالبان وژل شوي او يوه ملکي ښځه ټپې شوې ده.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن