ترينکوټ (پژواک ٢١ تله ٩٢): چارواکي وايي، چې د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې دوه ځانمرګي موخې ته له رسېدو مخکې وژل شوي دي.
د ترينکوټ ښار د لومړۍ حوزې امر دويم څارن ګل اغا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن غرمه مهال شاوخوا دوولس بجې د ترينکوټ په طوري سيمه کې رامنځته شوه.
نوموړي زياته کړه، دوو ځانمرګو بريدګرو، چې پر يوه موټرسايکل سپاره وو، غوښتل يې د ترينکوټ له ګڼې ګوڼې ډک ښار ته داخل شي.
ده وويل، مخکې له دې چې دوى بازار ته ننوځي او خپلې موخې ته ورسېږي، خپلو چاودېدونکو توکو يې چاودنه کړې او ځاى پر ځاى وژل شوي دي.
د حوزې د امر په وينا، چې په دې پېښې بل چا زيان نه دى رسېدلى.
ګل اغا زياته کړه، چې د وژل شوو يادو کسانو مړي د پېژندلو نه دي.
نوموړي په دې اړه، چې ايا دا چاودېدونکي توکي د دوى په موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوي و او که يې ځانمرګي واسکټونه اغوستې و، معلومات نه درلودل.
د حوزې امر وويل، چې د يادې پېښې په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن