ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني ښار جامع جومات کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

د غزني ښار جامع جومات کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

author avatar
13 Oct 2013 - 14:36
د غزني ښار جامع جومات کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې
author avatar
13 Oct 2013 - 14:36

غزني (پژواک ٢١ تله ٩٢): چارواکي وايي، چې د غزني ښار جامع جومات په عمومي دروازه کې چاودنې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د غزني امنيه قوماندان پاسوال غلام محي الدين وايي، چې کوم ناپېژانده کس لاسي بم غورځولى او په پايله کې يو تن وژل شوى او پنځه ټپيان دي.

نوموړى وايي، چې په سيمه کې د پوليسو له لوري پلټنې پيل شوې، خو تر دې مهاله د پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.

د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت د تلې په ٢١مه پژواک اژانس ته وويل، چې له يادې شپږ ټپيان روغتون ته وروړل شوي دي.

هغه زياتوي، په ټپيانو کې دوه سپينږيري او يو ماشوم هم شامل دي، خو د دريو يې روغتيايي حالت نازک دى.

يوه عيني شاهد غلام فريد، چې جامع جومات نه نږدې دوکان لري وايي، چې له جوماته د خلکو د راوتلو پر مهال چاودنه وشوه.

هغه زياتوي، چې چاودېدونکي توکي د جومات په دروازه کې په يوه کارتن کې ځاى پر ځاى شوي وو.

غلام فريد وايي، چې سيمه اوس پوليسو کلابنده کړې او روغتون ته يې شپږ ټپيان ولېږدول.

دا پېښه په داسې مهال رامنځ ته کېږي، چې لوى اختر ته دوه ورځې پاتې دي.

د چاودنې مسووليت تر دې مهاله چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.