ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صبغت الله مجددي د مشورتي لويې جرګې د کمېسيون د مشر په توګه وټاکل شو

صبغت الله مجددي د مشورتي لويې جرګې د کمېسيون د مشر په توګه وټاکل شو

author avatar
13 Oct 2013 - 19:37
صبغت الله مجددي د مشورتي لويې جرګې د کمېسيون د مشر په توګه وټاکل شو
author avatar
13 Oct 2013 - 19:37

کابل (پژواک ٢١ تله ٩٢): جمهوري رياست د حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ يوه کمېسيون ته دنده سپارلې، چې له امريکا سره د امنيتي تړون پر سر د مشورتي لويې جرګې د تر سره کولو لپاره تيارى او چمتوالى ونيسي.

ولسمشر کرزي تېره اونۍ اعلان وکړ، چې په راتلونکې يوه مياشت کې به په کابل کې له امريکا سره د امنيتي او دفاعي تړون په موخه مشورتي لويه جرګه راوبولي.

 د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي او دفاعي تړون په اړه خبرې تېر کال پيل شوې، چې دواړه لوري تر دې مهاله په ځينو مهمو ټکو کې پرېکړې ته رسېدلي. په دې وروستيو کې امريکايي چارواکو په روانه مياشت کې د دغه سند د لاسليکولو غوښتنه وکړه، خو ولسمشر کرزي مخکې ويلي و، چې د ياد سند د لاسليکولو لپاره هيڅ بيړه نه لري.

 ولسمشر کرزي، له اوږدو خبرو وروسته تېره شپه د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري سره په خبرو کې وويل، چې په دې ناسته کې د امريکايي ځواکونو د قضايي خونديتوب په اړه هيڅ ډول خبرې نه دي شوي، ځکه د دې خبرو واک يواځې مشورتي لويه جرګه لري او دغه جرګه به په دې اړه خپله پرېکړه وکړي.

 ولسمشر کرزي د يوه فرمان په ترڅ کې پخوانى ولسمشر او د شخړو د حل خپلواک کمېسيون او له دولت سره د خلکو داړيکو اوسنى مشر صبغت الله مجددي، د مشورتي لويې جرګې د تر سره کولو لپاره د تيارۍ کمېسيون د مشر په توګه ټاکلى دى.

 صادق مدبر د دارالانشا د رييس او مولوي خدايداد صالح، پوهاند نعمت الله شهراني، سيدحامد ګيلاني، عبدالحکيم مجاهد، حاجي دين محمد، خالد فاروقي، څارنوال محمود دقيق،خليفه قزل اياق، شهزاده مسعود،عبدالکريم براهوي، محمديوسف واعظي، محمدصديق عثماني، همايون شينوارى او مولوي شيرمحمد اخندزاده د دغه کمېسيون د غړو په توګه نومول شوي دي. 

 د دغه کمېسيون نور غړي، سيد محمدامين طارق، حاجي نادرخان نورزى، حاجى فقيرمحمد، وکيل عبدالجبار، فضل کريم ايماق، ملاسيدمحمد اخوند، فوزيه حبيبي، مومنه ياري، سراج الدين صفري، بازمحمد جوزجاني، سيدحسين رزمجو، سيدشريف يوسفي، حاجي الوک خان ککوزى، عبدالخالق حسيني پشه يي او جمال کوټوال دي.

 په فرمان کې ويل شوي، چې د مشورتي لويې جرګې د تر سره کولو لپاره د تيارۍ کمېسيون دنده لري، چې خپل مرستيالان او ويندوى په خپله لومړنۍ ناسته کې وټاکي.

 د ويلو ده، چې تېره اونۍ د جمهوري رياست د يوه حکم په ترڅ کې د مشورتي لويې جرګې د ډاډمن امنيت د نيولو او د همغږۍ د تر سره کولو په موخه يوه امنيتي کمېټه هم جوړه شوه.

 د دغې کمېټې مشرتوب د کورنيو چارو وزارت د ارشد امنيتي مرستيال ستر پاسوال محمد ايوب سالنګي پر غاړه دى.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.