ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې څلور طالب قوماندانان وژل شوي

غزني کې څلور طالب قوماندانان وژل شوي

author avatar
13 Oct 2013 - 13:14
غزني کې څلور طالب قوماندانان وژل شوي
author avatar
13 Oct 2013 - 13:14

غزني ښار (پژواک ۲۱ تله ۹۲): امنيتي چارواکي وايي، چې په غزني کې د وسله والو څلور قوماندانان وژل شوي او د هلمند په مرکز لښکرګاه کې چاودنې پنځه کسه ټپيان کړي دي.

په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني د تلې په ٢١مه  پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د ملي اردو ځانګړو ځواکونو په اندړو ولسوالۍ  کې عمليات ترسره کړل.

هغه زياتوي، دغه عمليات په جمال کلا کې ترسره شول، چې په ترڅ کې يې د ملا يونس، ملا قادر، ملا قديم او ملا عبدالله مشهور په اسلام، په نومونو طالب قوماندانان وژل شوي دي.

د سلطاني په خبره، اسلام د پاکستان اوسېدونکى دى او ملا يونس له هغو وسله والو دى، چې د سيمې په نا امنۍ، جګړو، چاودنو او تښتونو کې يې لوى لاس درلود او خلک نور ترې په تنګ شوي وو.

دغه راز نوموړى وايي، چې د ملي اردو له ځواکونو سره په نښته کې د ګيلان په ولسوالۍ کې يو وسله وال وژل شوى او دوه نور ټپيان دي، خو په دواړو پېښو کې ملي اردو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

 د يو بل خبر له مخې، د هلمند په مرکز لښکرګاه کې چاودنې نن سهار پنځه ملکي وګړي ټپيان کړل.

د هلمند د والي وياند عمر ځواك وايي، پېښه ۱۱ بجې د لښكرګاه  ښار د صرافانو ماركېټ ته نږدې د يوه موټرسايكل بم د چاودنې له امله  رامنځته  شوه، چې دوه ملكي وګړي يې ټپيان كړي دي.

نوموړي وويل، چاودنه  په داسې حال كې شوې، چې په سيمه كې امنيتي ځواكونه  نه وو، خو په اړه يې پوليسو پلټنې پيل کړې دي.

 په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون يوه ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط پژواک ته وويل،  چې له يادې پېښې پنځه ټپيان، چې دوه په کې ماشومان دي، روغتون ور وړل شوي دي.

ډاکټر د ټپيان روغتيايې حالت ښه بولي.

وسله والو طالبانو د يادو دواړو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.