کابل (پژواک ٢١ تله ٩٢): د طالبانو مشر ملا محمد عمر د لوى اختر په پيغام کې ويلي، چې د اسلامي امارت له سياسي دفتر پرته نور هېڅوک د دوى استازيتوب نه شي کولى.
د نوموړي د اختر پيغام يوه کاپي د طالبانو د يوه وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د تلې په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
هغه په دې پيغام کې ټولو افغانانو ته د عباداتو د قبلېدو ترڅنګ د اختر مبارکي او خپلو طالبانو ته يې د جګړې په ډګر کې پر برياوو مبارکي ورکړې ده.
ملاعمر ويلي: “له نړيوالو سره د تماس لپاره مو يوازې د اسلامي امارت سياسي دفتر ته دنده سپارلې ده، په دې برخه کې که بل هرڅوک په هر ځای کې د اسلامي امارت په نامه، د دفتر خلاصولو کوښښ کوي، هغوى د اسلامي امارت نمايندګي نه شي کولای، له غير نماينده افرادو سره تماسونه د وخت ضايع کول دي او هېڅ ګټه نه لري.”
ده زياته کړې، که د اسلامي امارت له رسمي ويندويانو او د سياسي دفتر له مسوولو کسانو پرته بل څوک د اسلامي امارت په نامه د اسلامي امارت پاليسي بيانوي او يا له سياسي دفتر پرته بل څوک له مخالفو لورو سره اړيکې ټينګوي، يا څوک د اسلامي امارت په نامه د ټاکنو ملاتړ کوي، هغوی د دوى استازي نه دي او نه هم له دوى سره اړيکې لري، بلکې دا ډول کسان د ځان د شهرت او مادياتو تر لاسه کولو په خاطر دا کار کوي.
خو په پيغام کې په څرګنده توګه د چا نوم دى نه دى په ډاګه شوى.
د يادولو وړ ده، چې په دې وروستيو کې له بنده د ملابرادر تر خلاصون وروسته، داسې هڅې روانې دي، ترڅو له هغه څخه د سولې په بهير او د دې پروسې د برياليتوب په موخه کار واخيستل شي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن