ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې تښتول شوي کارګر خوشې شول

په هرات کې تښتول شوي کارګر خوشې شول

author avatar
13 Oct 2013 - 18:15
په هرات کې تښتول شوي کارګر خوشې شول
author avatar
13 Oct 2013 - 18:15

هرات (پژواک ٢١تله ٩٢): چارواکي وايي، چې درې ورځې مخکې د هرات په کرخ ولسوالۍ کې تښتول شوي څلور تنه کارګر  نن  ازاد شوي.

د هرات د کرخ په ولسوالۍ کې يوې امنيتي سرچنې د تلې په ٢١مه پژواک اژانس ته وويل ، چې دغه کارګر نن سهار په يوه دښته کې پرېښودل شوي، خو د دوى موټر تښتوونکو له ځانه سره بيولى دى.

دغه کارګر د هرات او بادغيس تر منځ د حقلوي سړک په کار بوخت و، چې تېره جمعه خپل کور ته پر لاره نادرکه شول.

يوه مياشت مخکې د هرات په کرخ کې د سړک جوړونې کمپنۍ پر کارګرو په شپه کې د خوب پر مهال وسله وال بريد هم شوى و، چې په ترڅ کې يې لس تنه وژل شوي و.

کرخ ولسوالي د هرات شمال لورته په ٤٥ کيلومترۍ کې پرته ده، چې په دې وروستيو کې يې امنيت ډير خراب شوى دى.

د يوه بل خبره له مخې، نن د هرات په غوريانو ولسوالۍ کې د هغه ځوان مړى موندل شوى، چې ١٧ ورځې مخکې تښتول شوى و.

 د هرات د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالحميد حميدي نن خبريالانو ته وويل، چې د فريد احمد د تښتونې او وژنې په تور يې څلور تنه نيولي، چې يوه يې ميرمن ده.

د نوموړي په وينا، د دې زلمي له تښتول کيدو وروسته يې له کورنۍ پېسې هم اخيستل شوې وې، چې د پيسو تر اخيستلو وروسته تښتونکو وژلى و.

   نن ماسپښين د خواجه عبدالله انصاري په سيمه کې د فريد احمد جنازه د اعتراض په ډول وځنډول شوه، د ده دکورنۍ  غړو او د جنازې ګډونوالو د دې ډول پېښو د مخنيوي او د فريد احمد د تښتوونکو او وژونکو د نيول کيدو او هغوى ته د جزا غوښتنه  کوله.

 يو کال مخکې په هرات کې د علي سينا په نوم يو ماشوم تښتوونکو هغه مهال وواژه، چې د ده له کورنۍ يې د خوشې کېدو په بدل کې پيسې هم اخيستې وې،خو وروسته يې تښتوونکي او وژونکي ونيول شول او د ولسمشر کرزي د فرمان له مخې اعدام شول.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.