ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حاجيان د عرفات مراسم پر ځاى کړل

حاجيان د عرفات مراسم پر ځاى کړل

author avatar
14 Oct 2013 - 10:33
حاجيان د عرفات مراسم پر ځاى کړل
author avatar
14 Oct 2013 - 10:33

کابل (پژواک ٢٢ تله ٩٢): د افغانانو په ګډون نن د نړۍ شاوخوا دوه ميليونه مسلمانان په سعودي عربستان کې د عرفات مراسم ترسره کړل.

حاجيانو تېره ورځ د حج مراسم پيل کړل، هغوى احرام واغوست، له مکې معظمې يې د مدنې منورې پر لور حرکت وکړ او نن سهار د حج اساسي رکن (عرفات) پر ځاى کړ.

حج د اسلام له رکنونو يو رکن دى چې هر کال په مذهبي ډول په سعودي عربستان کې ادا کېږي.

مسلمانان د دې الهى فريضي د ادا کولو لپاره د خداى د کور ترڅنګ راټولېږي او د دغه عمل په ترسره کولوخپل يووالى او يو موټي توب نورو نړيوالو ته ښيي.

حاجيان سهار مخکې له لمر ختو د عرفات دښتې ته راټول شول او خپل يوه خداى ته لاسونه لپه کړه، د مرستې او مغفرت غوښتنه يې وکړه.

د عرفات سيمه له الله ج سره د زايرينو د راز او نياز ځاى دى او هغه ځاى دى چې حضرت محمد (صلى الله عليه وسلم) خپله وروستۍ خطبه مسلمانانو ته اورولې وه.

وروسته مسلمانان د عرفات نمره جومات ته راځي، د حج خطبه اوري، د ماسپښين او مازديګر له لمانځه وروسته له مني د مزدلفې پر لور حرکت کوي.

حاجيان شپه په مزدلفه کې تېروي او د کوچنيو، منځنيو او غټو شيطانانو د ويشتلو لپاره ٢١ او يا ٤٢ وړې ډبرې راټولوي او د سهار له لمانځه وروسته د لوى شيطان د ويشتلو لپاره د مني پر لور حرکت کوي.

حاجيان په اوو ډبرو د شيطان له ويشتلو وروسته (د ذى الحجې لسمه د اختر لومړۍ ورځ) قرباني کوي، خپل ويښتان کموي او د کعبې شريفې طواف ته روانېږي.

حاجيان اوو ځلې طواف کوي او وروسته صفا او مروې ته روانېږي، زمزم اوبه څښي او د ابراهيم په مقام کې دوه رکعته لمونځ ادا کوي.

 د کعبې له طواف وروسته حاجيان بېرته مني ته ګرځي او د اختر په دويمه ورځ کوچنى او متوسط شيطانان په ډبرو ولي.

هغوى د اختر د دريمې د مازديګر له لمانځه مخکې وروسته له هغه چې کوچنى شيطان يې هم وويشت د مکې مکرمې پر لور حرکت کوي او په دې ډول د حج مراسم پاى ته رسېږي.

د حاجيانو په ډله کې ٢٤زره افغانان هم شامل دي د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، چې هغوى ته يې د نورو کلونو په پرتله ډېرې اسانتياوې برابرې کړې دي.

د ياد وزارت د وزير محمد يوسف نيازي په خبره، له دې مخکې هر کال افغان زايرينو په سعودي کې په موټرو کې تګ راتګ کاوه، خو سږ کال ورته د ٢٥٠ ريالو د ريل ټکټ اخيستل شوى دى.

د دې ترڅنګ په مکه کې د ٢٤ ساعتونو لپاره ١٣٠ موټر د هغوى له اتاقونو سره ولاړ وي، چې دې اسانتيا په مخکې کلونو کې شتون نه درلود.

دغه راز ياد وزارت سږ کال په سعودي کې ٢٦ ودانۍ، چې ښې خونې او مکانات لري، په کرايه نيولې، چې ٢٤٠ اضافي چپرکټونه هم لري.

د يادونې ده چې سږ کال د نورو کلونو په پرتله د حاجيانو په شمېر کې ٦زره تنه کموالى راغلى، تېر ٣٠زره تنه بيت الله شريف ته تللي وو.

دغه وزارت ويلي، چې د حاجيانو په شمېر کې د کموالي دليل د مسجدالحرام او طواف سيمې بيارغونه ده، چې سعودي هېواد ورته يو ميليارد ريال ځانګړي کړي دي.

 

 

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.