ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر کرزي پر ارسلا جمال بريد په کلکه وغانده

ولسمشر کرزي پر ارسلا جمال بريد په کلکه وغانده

author avatar
15 Oct 2013 - 15:35
ولسمشر کرزي پر ارسلا جمال بريد په کلکه وغانده
author avatar
15 Oct 2013 - 15:35

کابل (پژواک ٢٣ تله ٩٢):ولسمشر حامد کرزي د لوى اختر د لمانځه پر مهال د لوګر پر والي چاودنه په کلکه غندلې او د دې کړنې په ترسره کولو يې وسله وال طالبان ديني او مذهبي مقدساتو ته په نه احترام تورن کړي دي.

نن (د تلې ٢٣مه، د لوى اختر لومړۍ ورځ) د لوګر پر والي ارسلا جمال د پل علم په جامع جومات کې د وينا پر مهال چاودنه وشوه، دى په کې ووژل شو او ګڼ نور کسان په کې ټپيان شول.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، ولسمشر د دغه ډارن بريد د غندلو په ترڅ کې وويل، چې د اختر په لمانځه او د خداى پر کور بريد، د دې ښکارندوى دى چې طالبان د اسلام سپېڅلي دين، جوماتونو او د مسلمانانو مذهبي مراسمو ته احترام نه لري.

سرچينه د ولسمشر له قوله کاږي، چې طالبانو د بمونو پر اېښودلو، پر جوماتونو او لمونځ کوونکو باندې د بريدونو کولو، د هغې له ډلې تېر کال د ميمنې ښار د عيدګاه په جومات کې د اختر د لمانځه پر مهال پر بې ګناه خلکو بريد او همدا راز په جومات کې د کندوز د والي انجنير محمدعمر پر وژلو يې له اسلام او بشريت سره خپله ښکاره دښمني په اثبات ورسوله.

کرزي ويلي: ((د طالبانو تروريستي بريدونه چې د اسلام په نوم حتى په جوماتونو او عيدګاوو کې زموږ د بې ګناه خلکو د وژنې سبب کېږي، په يقين سره چې د مسلمانانو کار نه دى، بلکې دا د هغو کسانو اعمال دي چې د مسلمانانو د وژنې لپاره ګومارل شوي دي.))

هغه نن له غرمې وروسته د شهيد ارسلا جمال له ورور سره د يوې ټيلېفوني اړيکې په ترڅ کې د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب، ده او د مرحوم ارسلا جمال پاتې کسانو ته څرګند کړي دي.

همدا راز د هېواد ولسمشر اړوندو چارواکو ته لارښوونه کړې چې د مرحوم ارسلا جمال د تکفين او تدفين د مراسمو لپاره لازم تدبيرونه ونيسي.

ارسلا جمال په بېلابېلو دولتي او غير دولتي ادارو له هغې ډلې د پاملرنې موسسې د ابتکاراتو په پروژه کې د پروژې د مسوول، د کورنيو چارو وزارت د ثبات د ټينګښت او د ملي انکشاف د پروګرام د مسوول او د خوست او لوګر ولايت د والي په توګه دندې ترسره کړې دي.

د يادونې ده، له دې مخکې تېر کال د ميمنې ښار په جامع جومات کې چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او همدارنګه د کندوز والي انجنير محمد عمر هم په جومات کې په ورته يوه بريد کې ووژل شو.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.