ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د لوګر والي په قرآنکريم کې د ايښودل شويو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله وژل شوى”

“د لوګر والي په قرآنکريم کې د ايښودل شويو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله وژل شوى”

author avatar
16 Oct 2013 - 13:00
“د لوګر والي په قرآنکريم کې د ايښودل شويو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله وژل شوى”
author avatar
16 Oct 2013 - 13:00

 کابل ( پژواک ۲۴ تله ۹۲) :  د ملي امنيت عمومي رياست وايي، چې د لوګر والي د قرآنکريم په نسخو کې د ځاى پرځاى شويو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله وژل شوى دى.

نن پژواک خبري اژانس ته ددغه رياست په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دوى لومړنۍ پلټنې ښيي ، چې( ترهګرو) د اسلام حکمونو او د ټولو بشري موازينو پر خلاف، په دې کار لاس پورې کړى او په دې ډول يې د قرآنکريم او سپېڅلو ځايونو( جوماتونو) پر وړاندې خپله بې حرمتي ښودلې ده.

 د ملي امنيت عمومي رياست هغه ويډيويي تصويرونه هم خپاره کړي، چې تر چاودنې وروسته د قرآن پاک سوځيدلې نسخې هم ليدل کيږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ سيمه ييزو چارواکو ويلي و، چې چاودیدونکي توکي د لوګر د مرکز پُل علم جومات دلاسپیکر په مایکروفون کې ځای پرځای شوي وو او کله چې ارسلا جمال غوښتل وینا وکړي، نو د ریموټ کنټرول په وسیله چاودنه ورګړل شوه.

په دغه چاودنه کې د لوګر والي ارسلا جمال پر مهال ووژل شو او ۲۰ نور کسان ټپيان شول .

ولسمشر حامد کرزي، یو شمیر وزیرانو، والیانو ، وکیلانو، په کابل کې میشتو سفیرانو ، ایساف او ځینو نورو سازمانونو هم د ارسلا جمال وژل کیدل غندلي دي.

د یادونې ده ، چې د ارسلا جمال د وژلو مسوولیت تر اوسه چا پرغاړه نه دی اخیستی.

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.