ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ارسلا جمال خاورو ته وسپارل شو

ارسلا جمال خاورو ته وسپارل شو

author avatar
17 Oct 2013 - 16:35
ارسلا جمال خاورو ته وسپارل شو
author avatar
17 Oct 2013 - 16:35

کابل ( پژواک 25  تله ۹۲) : د لوګر والي ارسلا جمال مړى نن په کابل کې د دولتي چارواکو، د ملي شورا غړيو او دده د خپلوانو او دوستانو په ګډون، خاورو ته وسپارل شو.

ارسلا جمال د لوى اختر په لومړۍ ورځ د لوګر مرکز پُل علم په جامع جومات کې د خبرو پر مهال د يوې چاودنې له امله ووژل شو او ٢٠ تنه نور ټپيان شول.

سيمه ييزو چارواکو ويلي و، چې چاودیدونکي توکي په مایکروفون کې ځای پرځای شوي وو، خو وروسته  د ملي امنيت عمومي رياست وويل، چې د لوګر والي د قرآنکريم په نسخو کې د ځاى پرځاى شويو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله وژل شوى دى.

 لومړى د جمال د جنازې لمونځ په عيدګاه جامع جومات کې د سلګونو کسانو په ګډون ترسره شو.

په دې مراسمو کې دولتي چارواکو، د ولسمشرۍ د دفتر رييس عبدالکريم خُرم، د کورنيو چارو وزير عمر داوودزي، د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال او د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي ګډون کړى وو.

تر غرمې وروسته د لوګر د والي جسد د دارالامان ماڼۍ شاته د پارلمان د نوې ودانۍ ترڅنګ خاورو ته وسپارل شو.

 د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي غړي او د ولسمشرۍ ټاکنو ته کانديد قطب الدين هلال د خپلو خبرو په ترڅ کې د ارسلا جمال وژنه په کلکو ټکيو وغندله او له دولت څخه يې د پلټنې غوښتنه وکړه.

هلال وويل: (( ارسلا جمال يو واقعي مسلمان و او ما د جهاد په وخت کې خپل عمر له ده سره تير کړى و.))

 د ارسلا جمال ورور انجنير احسان الله، چې له امريکا څخه کابل ته راغلى، وويل : (( ورور مې له کوچنوالي څخه هيواد سره مينه لرله او علاقه يې درلوده، چې هيواد او خلکو ته خدمت وکړي.))

هغه زياته کړه، چې تر چاودنې مخکې يې له خپل ورور سره په ټيليفون خبرې کړې وې.

انجنير احسان الله زياته کړه: (( د هيواد او خلکو دښمنانو د دغه جنايت په ترسره کولو سره غوښتل، چې زما د ورور هدفونه له منځه يوسي، خو دده هدفونه هيڅکله له منځه نه ځي او خلک به د هغه لارې ته ادامه ورکوي.))

 د عبدالهادي ارغنديول په مشرۍ د حزب اسلامي وياند عبدالله کامه وال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د جمال  د وژنې لپاره لويه دسيسه جوړه شوې وه ، چې په کې لوى لاسونه شامل دي.

 د هغه د معلوماتو له مخې ، ټاکل شوې وه ، چې ارسلا جمال تر اختر وروسته د سوداګرۍ وزير په توګه معرفي شي. د ياد وزارت پخوانى وزير ډاکټر انورالحق احدي د ولسمشرۍ ټاکنو ته د کانديدۍ له امله له خپلې دندې څخه استعفا ورکړې ده.

ولسمشر حامد کرزي، یو شمیر وزیرانو، والیانو ، وکیلانو، په کابل کې میشتو سفیرانو ، ایساف او ځینو نورو سازمانونو هم د ارسلا جمال وژل کیدل غندلي دي.

د ارسلا جمال د وژلو مسوولیت تر اوسه چا پرغاړه نه دی اخیستی.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.