ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د چاودنې له امله درې پوليس ووژل شول

بغلان کې د چاودنې له امله درې پوليس ووژل شول

author avatar
17 Oct 2013 - 14:36
بغلان کې د چاودنې له امله درې پوليس ووژل شول
author avatar
17 Oct 2013 - 14:36

پلخمري (پژواک، ۲۵ تله ۹۲): د بغلان ولايت په مرکزي بغلان کې نن د ماين په چاودنه کې د نظم عامه درې پوليس ووژل شول او دوه نور ټپيان دي.

د مرکزي بغلان امنيه قوماندان سيد مير وطندوست پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ماين نن له غرمې مخکې د طاهريانو په کلي کې د پوليسو پر رېنجر موټر وچاودېد.

هغه زياته کړه، په پوليس د ګزمې په حال کې چاودنه وشوه، چې له امله يې  د يوې امنيتي پوستي قوماندان محمد نور په ګډون درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

د مرکزي بغلان د روغتون د جراحۍ څانګې مسوول ډاکټر خليل نرمګوى وايي، چې دواړه ټپيان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي، خو د يو تن روغتيايي حالت نازک دى.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ددغې پېښې مسووليت پر غاړه اخستى، خو ادعا کوي، چې په ياد چاودنه کې نهه پوليس وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان دي.

خو د طاهريانو کلي يوه مخور ارباب اسلم پژواک ته وويل:((د رېنجر په سيټ کې څلور پوليس او په بادۍ کې دوه پوليس سپاره وو، چې چاودنه وشوه او موټر د سړک پر غاړه واوښته.))

نوموړي زياته کړه، چې وروسته سيمې ته درې نور رېنجر را ورسېدل او د خلکو د ور نږدې کېدو   مخنيوى يې وکړ.

د يادونې ده، چې تېره مياشت د مرکزي بغلان په شفيع خېلو سيمه کې هم ورته چاودنه کې يو پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان وو، خو  وسله والو طالبانو د زياتو پوليسو د مرګ ژوبلې ادعا کړې وه.

 

 

 

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.