ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سیګار: په ميلیونو ډالر د ملي اردو د موټرو د پرزو په اخیستلو ضایع شوي

سیګار: په ميلیونو ډالر د ملي اردو د موټرو د پرزو په اخیستلو ضایع شوي

author avatar
17 Oct 2013 - 11:54
سیګار: په ميلیونو ډالر د ملي اردو د موټرو د پرزو په اخیستلو ضایع شوي
author avatar
17 Oct 2013 - 11:54

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۹۲): د امريکا د څار عمومي اداره (SIGAR) وايي؛ چې د افغانستان د ملي اردو د موټرو د پرزو اخيستلو لپاره په ميليونو ډالر بې ځايه لګول شوي دي.

دغې ادارې په خپل نوي رپوټ کې ويلي، چې د امنيتي ليږد ګډې قوماندانۍ (سي اس تي اس)، د هغو پرزو د اخستلو لپاره فرمايش ورکړى و، چې ورته اړتيا نه وه.

رپوټ زياتوي، چې د سيګار څارونکو د امنيتي ليږد په ګډ قومانداني کې د هغو زيرمو پلټنه کړې، چې په کې په زياته اندازه دغسې پرزې شتون لري.

د يادې ادارې پلټونکو ويلي، چې دغې قوماندانۍ له ٢٠١١ زېږديز کال راهيسې په خپلو سندونو کې د اخيستل شويو پرزو شمير له ۳۸۴۳ څخه ۵۷۶ ته راټيټه کړى، خو سره له دې هم دغې ادارې د زرګونو پرزو پېريدلو لپاره ، چې په اغلب ګومان ورته اړتيا نه وه ، ١٣٠ ميليون ډالر لګولي دي.

سيګار وايي، چې امريکايي مامورين خپله ډاډمن نه و، چې دغه پرزې د کارولو وړ دي او که څنګه؟

 

دوى همدارنګه منلې، چې د يادو پرزو يواځې په سلو کې ١١ د افغانستان ملي پوځ ته ورکړل شوې دي.

 
د امريکا د څار د عمومي ادارې پلټونکي زياتوي، چې د امنيتي ليږد ګډه قومانداني نه ده توانيدلې ، چې د موټرو د هغو پرزو په اړه اسناد وړاندې کړي، چې وښيي له ٢٠١٠ تر ٢٠١٢  کال پورې د افغانستان ملي اردو ته سپارل شوې دي.

 

يادې ادارې د افغانستان پر دفاع وزارت هم نيوکه کړې ، چې نه پوهيږي کومې پرزې په کتاب کې ثبت شوي او کومو پرزو ته اړتيا لري.

 د امنيتي ليږد ګډې قوماندانۍ په ډاګه کړې، تر څو چې د دغو پرزو بشپړ ليست برابريږي، دوى د ټولو هغو پرزو د پيريدلو لړۍ بندوي، چې ورته اړتيا نه ليدل کيږي.

د  امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف د عملياتو له پيل (٢٠٠١ کال) راهيسي، امريکا په افغانستان کې ١٠٠ ميليارد ډالر لګولي، خو سيګار ځينې بېلګې موندلي، چې ددغه هېواد پيسې بې ځايه لګول شوې دي.

 پژواک اژانس په پرله پسې ډول له ملي دفاع وزارت سره ټېلېفوني اړيکه ونيوله ، خو په دې اړه يې ځواب ور نه کړ.

 

دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا د څار عمومي ادارې تېر کال هم ادعا کړې وه، چې د افغانستان دفاع وزارت د هغو تاسيساتو د ساتنې توان نلري، چې د ١٢ ميليارد ډالرو په لګښت د ملي اردو لپاره جوړ شوي دي.

خو هغه مهال دفاع وزارت دغه ادعا رد کړې وه.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.