ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ارسلا جمال وژونکي دې په ډاګه شي”

“د ارسلا جمال وژونکي دې په ډاګه شي”

author avatar
18 Oct 2013 - 15:25
“د ارسلا جمال وژونکي دې په ډاګه شي”
author avatar
18 Oct 2013 - 15:25

خوست ښار (پژواک، ٢٦ تله ٩٢): د خوست چارواکو او قومي مشرانو د لوګر د والي ارسلا جمال د وژنې د پېښې د غندلو ترڅنګ وايي، چې د دې پېښې عاملين بايد په ګوته شي.

ارسلا جمال د لوى اختر په لومړۍ ورځ د لوګر مرکز پُل علم په جامع جومات کې د خبرو پر مهال د چاودنې له امله ووژل شو او ٢٠ تنه نور ټپيان شول.

د نوموړي جنازه پرون په کابل کې ترسره او خاورو ته وسپارل شوه.

د خوست ولايت له مقام څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن په دې ولايت کې د لوګر د والي ارسلا جمال د فاتحې او تعزيت مراسم د دې ولايت د چارواکو، علماوو او قومي مشرانو په ګډون ترسره شول.

په دغو مراسمو کې د خوست والي عبدالجبار نعيمي، دغه پېښه په سختو ټکو غندلى او دا يې يوه غير اسلامي کړنه بللې ده.

ده زياته کړې: “په جوماتونو کې په دولتي چارواکو بريدونه که په دې موخه ترسره کېږي، چې له جوماته به يې منع کړي او له خپل ولس سره به يو ځاى د خداى ج عبادت ونه کړي، نو دغه کسان بايد په دې پوه شي، چې د افغانستان خلک او حکومتي مامورين به هېڅ وخت له جوماتونو، لمونځونو او نورو ملي او مذهبي ورځو کې له خپلو خلکو سره د خداى ج له عبادته په شا نه شي، بلکې په هر حالت کې به د ولس په منځ کې خپل ديني او کلتوري مراسم سرته رسوي.”

نوموړي غوښتنه کړې، چې پر ارسلا جمال بريد بايد په هر اړخيز ډول وڅېړل شي او جوته شي، چې د دغه بريد تر شا د چا لاس وو.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، د خوست د علماوو شورا مشر مولوي شاه محمد په جوماتونو، سپېڅلو مذهبي ځايونو او اسلامي مقدساتو کې بريدونه په سختو ټکو سره غندلي او دغه کار يې د مسلمانانو نه، بلکې د هغو کسانو بللى، چې د افغانانو د وژنې او د اسلام د بدنامۍ لپاره ګومارل شوي دي.

قومي مشر حاجي رسول محمد تڼي په يادو مراسمو کې پر ارسلا جمال بريد سخت غندلى او پر هغه باندې بريد يې د افغانانو د پټ دښمن کار بللى دى، چې نه غواړي، په دې هېواد کې علمي، سياسي او پوهې څېرې کار وکړي.

نوموړي پر مرکزي حکومت غږ کړى، چې دغه پېښه دې په پوره مسلکي بڼه وڅېړي او عاملين يې بايد ولس ته په ګوته کړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.