واشنګټن (پژواک ٢٧ تله ٩٢): د امريکا ولسمشر بارک اوباما به د راتلونکې چهارشنبې ورځ د پاکستان له لومړي وزير نواز شريف سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.
نوازشريف په يوه رسمي سفر سبا واشنګټن ته رسېږي، له ولسمشر اوباما سره تر ليدنې مخکې ټاکل شوې د بهرنيو چارو له وزير جان کيري سره هم وګوري.
په واشنګټن کې د سپينې ماڼۍ سرچينې وايي، چې اوباما او نواز شريف به د دوه اړخيزو اړيکو تر څنګ د افغانستان پر حالاتو او د دغه هېواد د سولې پر پروسې هم خبرې وکړي.
د لومړي وزير په توګه تر ټاکل کېدو وروسته امريکا ته د نواز شريف دا لومړى رسمي سفر دى او ديپلوماتان له اوباما سره د هغه ليدنې ته ډېر ارزښت ورکوي.
سپينه ماڼۍ وايي، چې د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان وروستي حالات او د دغه هېواد د سولې او ملي پخلاينې پروسه به د نواز شريف او اوباما د خبرو د سر ټکي وي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن