ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اوباما او نوازشريف پر افغانستان غږېږي

اوباما او نوازشريف پر افغانستان غږېږي

author avatar
19 Oct 2013 - 11:07
اوباما او نوازشريف پر افغانستان غږېږي
author avatar
19 Oct 2013 - 11:07

واشنګټن (پژواک ٢٧ تله ٩٢): د امريکا ولسمشر بارک اوباما به د راتلونکې چهارشنبې ورځ د پاکستان له لومړي وزير نواز شريف سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

نوازشريف په يوه رسمي سفر سبا واشنګټن ته رسېږي،  له ولسمشر اوباما سره تر ليدنې مخکې ټاکل شوې د  بهرنيو چارو له وزير جان کيري سره هم وګوري.

په واشنګټن کې د سپينې ماڼۍ سرچينې وايي، چې اوباما او نواز شريف به د دوه اړخيزو اړيکو تر څنګ د افغانستان پر حالاتو او د دغه هېواد  د سولې پر پروسې هم خبرې وکړي.

د لومړي وزير په توګه تر ټاکل کېدو وروسته امريکا ته د نواز شريف دا لومړى رسمي سفر دى او ديپلوماتان له اوباما سره د هغه ليدنې ته ډېر ارزښت ورکوي.

سپينه ماڼۍ وايي، چې د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان وروستي حالات  او د دغه هېواد د سولې او ملي پخلاينې پروسه به د نواز شريف او اوباما د خبرو د سر ټکي وي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.