ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د ٢١ وسله والو د وژلو ادعا وشوه

هلمند کې د ٢١ وسله والو د وژلو ادعا وشوه

author avatar
19 Oct 2013 - 15:40
هلمند کې د ٢١ وسله والو د وژلو ادعا وشوه
author avatar
19 Oct 2013 - 15:40

لښكرګاه (پژواك ٢٧ تله ۹۲): د هلمند والي وايي ، چې د لوى اختر په ورځو کې يې د وسله والو طالبانو پلان شوي بريدونه شنډ کړي او په بېلابېلو نښتو کې ٢١ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ياد ولايت والي تورن جنرال محمدنعيم دغه څرګندونې د تلې په ٢٧مه په لښکرګاه کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه، چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت د مركز لښكرګاه په ګډون په يو شمېر ولسواليو كې د بريدونو پلانونه در لودل او غوښتل يې ، چې د ماين چاودنې او نورې ورانکاره کړنې ترسره کړي.

والي وايي، چې امنيتي ځواكونه او په ځانګړې توګه پوليس مسلكي شوي او د مخالفينو تر بريدونو وړاندې يې دا پلانونه کشف او شنډ کړل.

د نوموړي په وينا، د پوليسو او وسله والو مخالفينو تر منځ نښتو کې ٢١ وسله وال وژل شوي چې د ١١ جسدونه هم په سيمه کې پاتې دي.

جنرال نعيم وويل، چې د ملا مالك په نوم د يوه طالب قوماندان په ګډون شپږ وسله وال په سنګين، پنځه په مارجه، دوه په موسى كلا او اته په ناد علي ولسواليو كې وژل شوي دي.

نوموړي وويل، وسله والو طالبانو غوښتل د نادعلي ولسوالۍ ترخه ناور په سيمه کې د يوې پوستې کسان مسموم او بيايې ووژني، خو پوليس له وړاندې خبر شول او د نښتې په ترڅ کې يې اته وسله وال ووژل.

والي زياته کړه، چې د تېرو کلونو په پرتله په هلمند کې امنيتي پېښې کمې شوي، چې لامل يې د پوليسو ښه روزنه او د عامو خلکو مرسته ده.

بلخوا د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، په سنګين او نوزاد ولسواليو کې   د ماين په چاودنو او وسله والو بريدونو کې يو شمېر کورني سرتېري وژل شوي دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.