کابل (پژواک ٢٨ تله ٩٢): د پاکستان د مذهبي ډلې د مشر مولانا فضل الرحمن مرستيال وايي، چې ډېر ژر به افغان حکومت دوه نيم زره پاکستاني بنديان خوشې کړي.
پاکستانۍ رسنيو د تلې په ٢٨مه خبر ورکړى، چې د مولانا فضل الرحمن مرستيال مولانا ګل نصيب پرون خبريالانو ته ويلي، چې د يادو بنديانو د خوشې کولو پرېکړه کابل ته د مولانا فضل الرحمن د سفر پر مهال شوې ده.
هغه زياته کړه، چې ياد پاکستاني بنديان د افغانستان په بېلابېلو زندانونو کې بنديان دي او د مولانا فضل الرحمن د هلو ځلو په پايله کې به خوشې شي.
د پاکستان د جمعيت علماء اسلام د ګوند مشر مولانافضل الرحمن تېره اونۍ په يوه رسمي درې ورځني سفر کابل ته راغلى و او د ولسمشر حامد کرزي ترڅنګ يې له يو شمېر چارواکو سره وليدل.
مولانا ګل نصيب ويلي، چې مولانا فضل الرحمن له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د ليدنې پر مهال په دغه هېواد کې د پاکستاني بنديانو خبره راپورته کړې وه.
هغه له اسلام اباد څخه وغوښتل، چې د دغو بنديانو په خوشې کولو کې خپلې هلې ځلې جدي کړي.
مولانا ګل نصيب چې کابل ته يې د سفر پر مهال د مولانا فضل الرحمن ملتيا کوله زياته کړه، چې امريکا غواړي تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې ٩ پوځي اډې ولري.
نوموړي زياته کړې، چې امريکا نه غواړي له سيمې په بشپړه توګه ووځي، بلکې غواړي په افغانستان کې په پاتې کېدو سره د سيمې سياست تر خپل اغېز لاندې وساتي.
دى وايي، چې افغان حکومت هم نه غواړي ، چې امريکا دې تر ٢٠١٤ کال وروسته خپل سرتېري په افغانستان کې په دوامداره توګه وساتي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن