ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د درېيو طالب ولسوالانو د نيولو ادعا وشوه

خوست کې د درېيو طالب ولسوالانو د نيولو ادعا وشوه

author avatar
20 Oct 2013 - 15:31
خوست کې د درېيو طالب ولسوالانو د نيولو ادعا وشوه
author avatar
20 Oct 2013 - 15:31

ګردېز (پژواک ٢٨ تله ٩٢): په خوست کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې ځواکونو يې درې طالب ولسوالان نيولي دي.

د خوست د ولايت مقام له خوا د تلې په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه څرګندونې د ٢٠٣ تندر قول اردو د لومړۍ پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد ناصر هدايت نن د دغه ولايت په اوونيزه امنيتي غونډه کې وکړې.

جنرال هدايت ويلي، چې نيول شوي د پکتيا د زرمت، د کابل د خاکجبار او د کابل د سروبي ولسواليو لپاره د طالبانو ولسوالان دي.

د هغه په وينا، دوى هغه مهال له وسلو سره يو ځاى ونيول شول، چې د لومړۍ پلې لوا سرتېرو د پکتيا ولايت د زرمت په ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات ترسره کول.

د ده په خبره، د ملي اردو سرتېرو د خوست ولايت په صبريو ولسوالۍ کې هم د عملياتو پر مهال ((٢٠٠)) دوه سوه کيلوګرامه چاودېدونکي توکي نيولي او له منځه يې وړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې امنيتي غونډه کې د خوست د ملي امنيت رييس جنرال محمدحسن شهيدزوى په خپل اونيز راپور کې وويل، چې په تېره اونۍ کې يې د حقاني شبکې پنځه تنه مهم وسله وال نيول شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي د ملي اردو، ملي پوليسو، ملي امنيت، سرحدي پوليسو او نورو امنيتي قواوو ستاينه وکړه، چې ورسپارل شوې دندې يې په ښه شان سره سرته رسولې او د افغانستان په دغه حساس ولايت کې يې هېچا ته د دې موقع ورنه کړه، چې د لوى اختر نېکمرغه مراسم ګډوډ کړي او خلک دې د خوشالۍ پر ځاى د وير په ټغر کښېنوي.

نعيمي دوى ته سپارښتنه وکړه، چې خوست د هېواد لپاره د يوې مهمې دروازې حيثيت لري، نو په همدې اساس امنيتي او کشفي ځواکونه بايد هره شېبه  ځير او ويښ و اوسي او هېڅ وخت چا ته د دې چانس ورنه کړي، چې دغه ولايت د نا امنۍ خوا ته بوځي او خلک يې له ستونزو سره مخ شي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.