ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې هوايي بريد پنځه وسله وال ووژل

author avatar
20 Oct 2013 - 17:07
author avatar
20 Oct 2013 - 17:07

اسعداباد (پژواک ٢٨ تله ٩٢): د کونړ چارواکي وايي، چې د اېتلافي ځواکونو په هوايي بريد کې پنځه وسله وال وژل شوي دي.

د ياد ولايت د شيګل ولسوالۍ ولسوال عبدالظاهر ساپي د تلې په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه هوايي بريد نن غرمه د ولسوالۍ د چوګام په سيمه کې شوى دى.

هغه زياته کړه، په بريد کې پنځه وسله وال وژل شوي ، چې دوه يې ځايي قوماندانان دي.

ولسوال وايي، چې تر دې مخکې وسله والو د شيګل ولسوالۍ پر ودانۍ دوه توغندي توغولي وو، خو پر شاړو ځمکو ولګېدل.

د نوموړي په وينا، تر دغه بريد لږ وروسته اېتلافي ځواکونو د وسله والو مخالفينو ځاى په نښه او هوايي بريد يې پرې وکړ.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا ادعا کوي، چې پر شيګل ولسوالۍ شوي بريد کې څلور پوليس وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل شوي دي.

هغه په بمبار کې د دوو طالبانو وژل کېدل تاييدوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.