ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لسګونو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شو

د لسګونو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شو

author avatar
21 Oct 2013 - 18:42
د لسګونو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شو
author avatar
21 Oct 2013 - 18:42

ميمنه ، اسعد اباد (پژواک،٢٩تله ٩٢): د فارياب چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د سرحدي پوليسو او وسله والو طالبانوترمنځ نښته کې ٢٨ طالبان او دوه پوليس وژل شوي دي.

د سرحدي پوليسو د لومړي کنډک قوماندان جګړن احمد ويس د تلې په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه نښته نن سهار وختي د فارياب د پښتونکوټ ولسوالۍ اړونده تخت بازار سيمه کې رامنځته شوې ده.

ده زياته کړه، وسله والو طالبانو په ياده سيمه کې د پوليسو پر پوستو وسله وال بريد کړى وو، چې له امله يې د دواړو خواوو ترمنځ نښته وشوه.

د هغه په وينا، نښتې تر غرمې پورې دوام وکړ، چې په پايله کې يې  ٢٨ طالبان ووژل شول او اويا نور ټپيان دي.

نوموړى وايي، د اووه وسله والو طالبانو جسدونه هم په سيمه کې پاتې دي.

د ده په خبره، په دغې نښته کې دوه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د دې پېښې په اړه وسله والو طالبانو تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

د يوه بل خبر له مخې، د کونړ په مرورې ولسوالۍ کې د ملي اردو پر موټر د ماين چاودنې له امله درېيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن مازيګر په شاوخوا پنځو بجو د کونړ د مرورې ولسوالۍ په دړيدم سيمه کې د ملي اردو پر موټر د ماين چاودنه شوې ده.

ده زياته کړه، په دغې چاودنه کې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

د هغه په وينا، د ټپيانوروغتيايي حالات د ډاډ وړ دى.

د دې پېښې مسووليت تردې دمه چا په غاړه نه دى اخيستى.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.