ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پروان-باميان لويه لار تړل شوې

د پروان-باميان لويه لار تړل شوې

author avatar
21 Oct 2013 - 13:39
د پروان-باميان لويه لار تړل شوې
author avatar
21 Oct 2013 - 13:39

چاريکار (پژواک ٢٩ تله ٩٢): د پروان په سياه ګرد کې د نښتو او پر لاره د وسله والو له خوا د کاڼو د اچولو له امله، له څلورو ورځو راهيسې د پروان – باميانو لويه لار تړل شوې او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د پروان -باميانو دغه لويه لار پروان د دغه ولايت د شينواري، سياه ګرد، سرخ پارسا او شېخ علي ولسواليو له لارې له باميانو سره نښلوي او هره ورځ ګڼ شمېر موټر پرې تګ راتګ کوي.

د سياه ګرد ولسوال محمدسعيد صديقي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله والو طالبانو د روانې تلې مياشتې په ٢٥مه د دې ولسوالۍ په کجي زاغان او رنګاب سيمو کې پر لويه لاره ډبرې غورځولې او لار يې تړلې ده.

دغه راز دى وايي، چې د لارې بندېدو يو لامل دا هم دى، چې په دغو سيمو کې طالبان بريدونه کوي او د امنيتي ځواکونو له مقاومت وروسته تښتي.

دى وايي، چې په تېرو څو ورځو کې په دې ولسوالۍ کې له وسله والو مخالفينو سره په نښتو کې يو سيمه ييز پوليس، يو د ملي اردو سرتېرى او يو طالب وژل شوى او درې طالبانو ټپيان دي.

دغه راز هغه زياته کړه، چې د وسله والو مخالفينو له خوا په ويشتل شوو راکټونو د سياه ګرد په مرکز کې اته ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي.

د سياه ګرد د مرکز اوسېدونکى محمدمعصوم مجددي هم په سياه ګرد کې د اتو ملکي وګړو ټپي کېدل تاييدوي، خو وايي نه پوهېږي چې دغه کسان د کوم لوري له خوا پر توغول شوو راکټونو ټپيان شوي دي.

هغه وايي، چې وسله والو مخالفينو د دې ولسوالۍ په کجي زاغان، قلاچه، دهن فره ګرد او رنګاب سيمو کې پر لويه لارې ډبرې غورځولې او لار يې تړلې ده.

د ده د معلوماتو له مخې، د دولت وسله والو مخالفينو د پروان د شېخ علي ولسوالۍ په تنګي لعلي او چشمه سراج سيمو کې هم پر سړک کاڼي غورځولي او لاره يې تړلې ده.

د شېخ علي ولسوال نوراقا سامع هم تاييدوي، چې وسله والو مخالفينو په يادو سيمو کې د تلې په ٢٥مه پر سړک تيږي غورځولې وې، خو وايي، چې امنيتي ځواکونو تېره ورځ بېرته لرې کړې دي.

خو دى وايي، چې پر دې لاره ځکه تر اوسه موټر تګ راتګ نه کوي، چې په سياه ګرد کې نښتې دي او لاره تړلې ده.

د لارې تړلو خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

محمدمعصوم مجددي وايي، چې د يادې لارې د تړل کېدو له امله ډېر کسان د شېخ علي او باميانو تر منځ شيبر نومي کوتل کې د لارې د پرانيستل کېدو په تمه ولاړ دي.

د بغلان د تاله او برفک ولسوالۍ اوسېدونکي مجتبى، د پروان د مرکز اړوند په پل مټک سيمه کې پژواک ته وويل، چې له کابل څخه خپل کور ته روان و، خو د لارې د بندوالي له امله له تېرې جمعې راهيسې په پل مټک کې د لارې د پرانيستو انتظار باسي.

د ده په وينا، يو شمېر موټر په دې سيمه کې د لارې د پرانيستل کېدو په تمه ولاړ وو، خو ډېر يې بېرته وګرځېدل، ځکه چې د لارې خلاصېدا وځنډېده.

د پروان د لوړو زده کړو انسټيټيوټ د انګليسي څانګې د څلورم ټولګي زده کړيال غلام رضا او د سياه ګرد ولسوالۍ د قمچاق سيمې اوسېدونکي، له قمچاق څخه د ټيلېفون پر ليکه پژواک ته وويل، چې دى د اختر په رخصتيو کې کور ته تللى، خو اوس د لارې د تړل کېدو له امله انسټيټوټ ته نه شي تللى.

ده له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د دې لارې د پرانيستل کېدو لپاره اړين ګامونه پورته کړي.

 د سياه ګرد ولسوال محمدسعيد صديقي وايي، چې دوى د لارې د پرانيستل کېدو لپاره پلان لري، خو د پوځي تکتيکونو له مخې دغه پلان نه افشا کوي.

وسله والو مخالفينو تر دې دمه د لارې د بندېدو او يادو نښتو په اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 21

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.