ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“لا هم په تورخم کې له موټرو ناقانونه پيسې اخيستل کېږي”

“لا هم په تورخم کې له موټرو ناقانونه پيسې اخيستل کېږي”

author avatar
21 Oct 2013 - 15:13
“لا هم په تورخم کې له موټرو ناقانونه پيسې اخيستل کېږي”
author avatar
21 Oct 2013 - 15:13

جلال اباد (پژواک ٢٨ تله ٩٢): سوداګر او د لويو موټرو چلوونکي شکايت کوي چې اوس هم په تورخم کې په بېلابېلو نومونو له دوى څخه په غير قانوني توګه پيسې اخيستل کېږي.

له تېرو څو کلونو راهيسې د دغو پيسو اخيستنې لړۍ روانه وه، کله د ننګرهار د بيارغونې او کله بيا د غزني د بيارغونې په نومونو دغه پيسې اخيستل کېدې، پخوا پر پخواني والي ګل اغا شېرزي تور و، چې داپيسې خپل جېب ته اچوي، خو هغه دا تورونه رد کړي وو.

څو مياشتې مخکې د ولسمشر د يوه ځانګړي فرمان پر اساس يادې پيسې يواځې د يوې اونۍ لپاره بندې شوې او له هغه وروسته د غزني د بيارغونې په نوم د پيسو صندوق پرانيستل شو، چې هره ورځ سلګونو زره افغانۍ د غزني د بيارغونې او د ترازو په نوم ولايتي ادارې اخيستې.

کله چې ګل اغا شېرزي استعفى وکړه، نو سرپرست والي محمدحنيف ګرديوال له پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې په ډاګه کړه، چې له دې وروسته به په تورخم کې له چا يوه افغانۍ هم په غير قانوني توګه نه اخيستل کېږي.

هغه ويلي وو: ((ټولو ته مې مکتوب ولېږه او هېڅوک وروسته له دې حق نه لري چې غير قانوني پيسې، يا د ترازو او يا هم د بيارغونې په نوم واخلي.))

ګرديوال دا هم ويلي وو، چې پخوا تله د فوايد عامې رياست اړوند وه خو کسان په کې د هغوى نه وو ناست، اوس يې د فوايد عامې رياست ته هم حکم کړى چې تله په خپل واک کې واخلي او د نا قانونه پيسو د اخيستو مخه ونيسي.

خو اوس يو ځل بيا سوداګر او د لويو سوداګريزو موټرو چلوونکي شکايت کوي چې تر يوې لنډې دمې وروسته يو ځل بيا په تورخم کې له دوى څخه د غير قانوني پيسو اخيستو لړۍ پيل شوې ده.

د ننګرهار د سوداګرو ټولنې يوه غړي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله پژواک خبري اژانس ته وويل، د سرپرست والي په حکم يواځې دوه ورځې د پيسو اخيستل بند شوي وو، خو اوس يې بېرته لړۍ پيل شوې ده.

ده زياته کړه: ((همدا نن هم زموږ پيسې اخيستل شوې دي، په تله کې يې هم اخلي او د بيارغونې په نوم هم پيسې اخيستل کېږي.))

دى وايي، يو شمېر سوداګر چې له ولايتي چارواکو سره يې ګټې شريکې دي نو د خپلو ګټو له وېرې هم غږ نه کوي او په تورخم کې غير قانوني پيسې ورکوي.

پژواک هڅه وکړه چې په تورخم کې د بيارغونې او د تلې په نوم د پيسو اخيستل له نږدې وڅاري، خو کله چې هلته ورسېدل نو د بيارغونې په نوم د پيسو اخيستونکي له سيمې په تېښته بريالي شول.

په هماغه ځاى کې ولاړ د لوى موټر يوه چلوونکي نصرالله پژواک اژانس ته وويل، څو شېبې وړاندې ترې ١٥٠٠ افغانۍ اخيستل شوې دي.

هغه زياته کړه، چې د پخوا په پرتله يواځې همدومره بدلون راغلى چې پخوا به يې په ډېرې سپين سترګۍ ټاکلې پيسې اخيستې، خو اوس چې څو ورکړې، اخلي يې.

نصرالله وويل: ((دا د پيسو اخيستو والا کسان هم اوس بدل شوي دي پخواني د والي کسان وو او اوس ترې نه يم خبر چې د چا به وي؟))

پژواک په تورخم کې د فوايد عامې وزارت له تلې څخه ليدنه وکړه، له هرې لارۍ يې د تلې په نوم پيسې اخيستې.

دا چې په تله کې يې ولې پيسې اخيستې دي، نصرالله وويل: ((زما په لارۍ کې درې ټنه له ټاکلي وزن څخه زيات بار دى، ما له مخکې څخه په ګمرک کې يوه کمېشن کار ته درې زره کلدارې ورکړې دي او دوى ته خو مې شېريني ورکړه.))

د نوموړي په وينا، چې کله يې په موټر کې وزن زيات وي نو په ګمرک کې يو کمېشن کار دى له هغه سره خبره کوي او پيسې هغه ته ورکوي.

نصرالله زياتوي: ((دلته هر څوک بېلې بېلې پيسې اخلي، له تورخمه چې تېريږو نو لس دولس زره کلدارې مصرفوو.))

د ننګرهار ولايتي شورا غړې انګېزې شينوارې پژواک اژانس ته وويل، دوى څو ورځې مخکې خبر شوي وو چې د ننګرهار د سرپرست والي له لوري په تورخم کې ټولې غيرې قانوني پيسې بندې شوې دي.

نوموړې وايي، چې اوس په خپله هم له يو شمېر مراجعو څخه خبره شوې چې په تورخم کې پيسې نه دې بندې شوې بلکې اوس هم له خلکو پيسې اخيستل کېږي.

انګېزه وايي: ((کله چې د رسنيو او يا هم نور کسان ورشي نو بيا پيسې اخيستونکي تېښته کوي.))

د ولايتي شورا د يادې غړې په وينا، په ننګرهار کې له پخواني والي ګل اغا شېرزي سره په خوا کې يو شمېر نور مشران هم وو چې د تورخم په پيسو کې شريکان وو.

هغې پر ولايتي ادارې غږ وکړ، چې د پيسو اخيستو مخنيوى دې وکړي او هغه کسان چې لا هم پيسې اخلي د قانون منګلو ته دې وسپاري.

د ولايتي شورا بل غړي ضابط اميرمحمد هم پژواک ته ياده کړنه وغندله او زياته يې کړه چې په ننګرهار کې له پخوا راهيسې فساد اوج ته رسېدلى دى.

دى وايي: ((له ننګرهاره “شهر ناپرسان” جوړ شوى، دلته د هر چا خپل کار دى څه يې چې خوښه وي کوي يې.))

د اميرمحمد په وينا، په تورخم کې له پخوا راهيسې فساد روان و او تر څو چې ياد فساد په بنسټيز ډول له منځه نه وي وړل شوى تر هغو ستونزه نه هوارېږي.

د ننګرهار د فوايد عامې رياست يوه چارواکي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله پژواک اژانس ته وويل، چې لا هم د تورخم په تله کې پيسې اخيستل کېږي.

ده زياته کړه، چې يادې تلې ته د فوايد عامې رياست د رييس وراره او يو شمېر نور خپل ملګري يې ور استولي دي.

نوموړى زياتوي: ((په لسم تاريخ د ولايتي ادارې په خوښه د فوايد عامې رييس کسان لېږلي دي او هر څه د پخوا په څېر دي، هېڅ بدلون په کې نه دى راغلى.))

ياد چارواکى وايي، چې په تله کې د سرپرست والي ګرديوال يوکس دنده لري او پيسې اخلي.

بلخوا د ننګرهار د فوايد عامې رييس انجنير رسول ګل فقير پژواک اژانس ته د تورخم په تله کې د پيسو اخيستل په کامله توګه رد نه کړل.

نوموړي وويل، چې دوى ته تله د ولايت مقام له لوري په رسمي ډول تسليم شوې ده.

خو د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال پژواک اژانس ته وويل، چې ده په خپله په تورخم کې ټولې غيرقانوني پيسې بندې کړې، خو دا چې د اختر له رخصتيو څخه په استفادې سره د تلې مسوولينو پيسې اخيستې، دى به يې جدي وڅېړي.

هغه زياته کړه: (( هلته موږ يواځې د فوايدې عامې مسوولين پرېيښي نور هېڅوک حق نه لري چې هلته ولاړ شي او پيسې واخلي.))

دى وايي، اوس به يې جدي پلټنه وکړي او هر هغه څوک چې په يادې موضوع کې ښکېل وي نو څارنوالۍ ته به يې معرفي کړي.

ګرديوال وويل: ((سرغړوونکي به څارنوالۍ ته معرفي کړم.))

نوموړى وايي، چې په نږدې وختونو کې تورخم ته يو رسمي سفر لري تر څو ټول موضوعات له نږدې وڅېړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.