ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

١٠ وسله وال مخالفين او ٢ سرحدي پوليس ووژل شول

١٠ وسله وال مخالفين او ٢ سرحدي پوليس ووژل شول

author avatar
21 Oct 2013 - 16:10
١٠ وسله وال مخالفين او ٢ سرحدي پوليس ووژل شول
author avatar
21 Oct 2013 - 16:10

کندهار (پژواک ٢٩ تله ٩٢): د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو او سرحدي پوليسو تر منځ په جګړه کې ١٠ وسله وال او ٢ سرحدي پوليس وژل شوي او يو پوليس ټپي شوى دى.

د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق د تلې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره ورځ مازديګر ناوخته د سپين بولدک ولسوالۍ په سرو څاهانو سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، وسله والو مخالفينو د کرښې له هغې غاړې د سرحدي پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړ او جګړې يو ساعت دوام وکړي، چې په پايله کې يې ١٠ وسله وال مخالفين چې پاکستاني اتباع هم په کې شامل دي، وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، په جګړه کې دوه سرحدي پوليس هم وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل هم وايي، چې په وژل شوو مخالفينو کې يې يو شمېر پاکستانيان دي.

هغه زياته کړه، پوليسو تر دې جګړې وروسته په سيمه کې پلټونکي عمليات پيل کړي دي.

د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې تېره شپه يې د سپين بولدک په سرو څاهانو سيمه کې د پوليسو پر پوسته بريد کړى، ٦ پوليس يې وژلي او دغه راز د هغوى له لوري هم دوه تنه وژل شوي دي.

په دې وروستيو کې پر ډيورنډ کرښه د سرحدي پوليسو پر پوستو د وسله والو مخالفينو بريدونه زيات شوي دي.

تېره مياشت هم وسله والو مخالفينو د کرښې له هغې غاړې په همدې سيمه کې د سرحدي پوليسو پر يوه پوسته د درنو وسلو بريد کړى و، چې پکې ١١ سرحدي پوليس وژل شوي وو.

د کندهار سپين بولدک، ښوراوک، ارغستان، معروف او رېګستان ولسوالۍ له پاکستان سره په مجموعي توګه ٥٦٥ کيلومتره شريکه پوله لري.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.