ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کمېسيون : جنبش ګوند خلکو ته د دولتي ځمکو قبالې ورکړي دي

کمېسيون : جنبش ګوند خلکو ته د دولتي ځمکو قبالې ورکړي دي

author avatar
21 Oct 2013 - 17:07
کمېسيون : جنبش ګوند خلکو ته د دولتي ځمکو قبالې ورکړي دي
author avatar
21 Oct 2013 - 17:07

کابل (پژواک ٢٩ تله ٩٢): د ولسي جرګې د ځمکو د غصب او ښارواليو په برخه کې د حکومت پر کړنو د څار کمېسيون مشر، جنبش ګوند د ځمکو پر غصب تورن کړ، خو د جنبش يوه غړي دا تور په کلکه رد کړ.

ولسي جرګې تېر کال د وږي په مياشت کې د ځمکو د غصب او ښارواليو په برخه کې د حکومت پر کړنو د څار کمېسيون جوړ کړ.

دغه کمېسيون وړمه ورځ د ولسي جرګې مشر ته د ځمکو د غصب په اړه برابر کړى راپور چې ١٥٨٣١ کسان په کې د ځمکو پر غصب تورن دي، وړاندې کړ او ويې ويل چې دغو کسانو په تېرو دريو لسيزو او په ځانګړي ډول په دې وروستيو کلونو کې د سياسي او اقتصادي موخو لپاره د هېواد په کچه ١،٢ ميليونه جريبه ځمکه غصب کړې ده.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، په يادو نږدې ١٦٠٠٠ کسانو کې دولتي چارواکي، قومي مشران او ځيني سيمه ييز قوماندانان شامل دي.

کمېسيون له يادو کسانود ٦٠ يې نومونه د رسنيو پر وړاندې هم ياد کړل چې څلور تنه يې د جنبش ملي اسلامي ګوند غړي وو.

 د دغه کمېسيون چارواکو ويل، چې يادو څلور کسانو (عبدالفتاح، سکندر، حضرت نور او رحيم روزي قل ) ته د جنبش ګوند لخوا د ١٤٩٠٠ جريبه ځمکې قباله ورکړل شوې ده.

د ياد کمېسيون مشر زلمي مجددي نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وويل، چې د کمېسيون په راپور کې سلګونه داسې موارد شته، چې د جنبش ملي اسلامي ګوند په شمالي ولايتونو کې خلکو ته د دولتي ځمکو قبالې ورکړې دي.

هغه زياته کړه: ((ايا يو ګوند کولاى شي، چې خلکو ته د ځمکو قبالې ورکړي؟))

د مجددي په وينا، په دې کې شک نشته، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ځمکې غصب شوې، خو د جنبش ګوند د اوږدې مودې لپاره پر ځينو شمالي ولايتونو حاکم و او” هر څه يې، چې زړه غوښتي کړي يې دي.”

هغه زياته کړه: ((هېڅوک له دې نه سترګې نه شي پټولى، چې په شمال کې د ځمکو غصب په ډېره بى رحمانه ډول جنبش ګوند پيل کړ.))

خو په ياده جرګه کې د فارياب استازي او د جنبش ګوند غړي بشيراحمد تينج وايي، چې ياد شوي کمېسيون د يو شمېر مغرضو کسانو په لارښونه جنبش ګوند د ځمکو پر غصب تورن کړ.

هغه زياته کړه: ((په تېرو څو کلونو کې موږ له ډېرو تورونو سره مخ شوي يو، خو دا چې اسناد يې نه درلودل ټول دروغ ثابت شول.))

تينج وايي، چې د جنبش ګوند له لوري د هر ډول ځمکې غصب په کلکه ردوي.

د ده په وينا، د ولسي جرګې ياد شوى کمېسيون د دې توان نه لري، چې د ځمکې لوى غاصبان افشا کړي او يواځې د څو تنو بزګرانو نومونه يې اخيستي، چې ځمکې يې غصب کړې دي.

هغه د ياد کمېسيون غړو ته په خطاب کې وويل: ((تاسو په شولګر او نهرشاهي کې د خلکو نومونه اخلئ چې ځمکې يې غصب کړې؛ د هغو کسانو نومونه واخلئ، چې په لويو ښارونو کې يې ځمکې غصب کړې دي، د شولګر زر جريبه ځمکه د هغو ځمکو بيه نه شي پوره کولاى، چې په مزار کې روضې ته څېرمه يو سوپر مارکېت په کې جوړ شوى دى.))

تينج وړانديز وکړ، چې يو بل کمېسيون دې جوړ شي تر څو د ځمکو د غصب او ښارواليو په برخه کې د حکومت پر کړنو د څار کمېسيون را ټول کړي اسناد وڅېړي، تر څو څرګنده شي چې له اسنادو پرته يې ولې کسان تورن کړي دي.

د ولسي جرګې د ځمکو د غصب او ښارواليو په برخه کې د حکومت پر کړنو د څار کمېسيون د جرګې د تېرې ورځې په غونډه کې دا هم ويلي وو، چې د افغانستان د ملي پيوند ګوند مشر او په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازي سيد منصور نادري د بلخ په نهرشاهي ولسوالۍ کې پنځه زره جريبه ځمکه غصب کړې ده.

په ولسي جرګه کې د کابل استازى رمضان جمعه زاده وايي، چې دغه کمېسيون اسناد نه لري او له اسنادو پرته يې د هېواد پر ملي شخصيتونو تور پورې کړى دى.

جمعه زاده وايي، چې د دغه کمېسيون تر شا د يو شمېر مافيايي کړيو لاس دى، چې غواړي د هېواد د ملي شخصيتونو نومونه بد کړي.

هغه زياته کړه: ((د ځمکو د غصب او ښارواليو په برخه کې د حکومت پر کړنو د څار کمېسيون يو شمېر غړو د دغه کمېسيون په کار نيوکه کړې، ځينو نورو يې دغه کمېسيون پرې اېښى او ځينو نورو بيا معامله کړې ده.))

خو د ياد کمېسيون مرستيال شېرولي وردګ وايي: ((دغه کمېسيون له اسمانه نه دى راغلى او نه دا د حکومت کمېسيون دى، دا کمېسيون همدې جرګې ټاکلى ترڅو د حکومت کړنې وڅېړي او کوم نومونه، چې په لېست کې راغلي هغه موږ نه دي راوستي هغه حکومت موږ ته راکړي دي.))

وردګ د جرګې له غړو وغوښتل، چې د ياد کمېسيون پر غړو بې ځايه او له اسنادو پرته تور پورې نه کړي.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل، چې ياد کمېسيون تېره ورځ ډېره هڅه وکړه، چې د چا نوم وانه خلي خو د جرګې د غړو د ټينګار له امله يې نومونه په ډاګه کړل.

هغه زياته کړه: ((دغه اسناد، چې موږ ته رسېدلي، وروستي نه دي، په دې به موږ په عمومي غونډه کې بحث کوو، بيا به يې په اړه پرېکړه کوو او د نورو څېړنو او اجرااتو لپاره به يې عدلي او قضايي ارګانونو ته استوو.))

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.