ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ١٣٩٣ کال د ټاکنو د کانديدانو مقدماتي نوملړ خپور شو

د ١٣٩٣ کال د ټاکنو د کانديدانو مقدماتي نوملړ خپور شو

author avatar
22 Oct 2013 - 15:05
د ١٣٩٣ کال د ټاکنو د کانديدانو مقدماتي نوملړ خپور شو
author avatar
22 Oct 2013 - 15:05

دريم تعقيب- کابل (پژواک ٣٠تله٩٢): د راتلونکي کال د ولسمشرۍ ټاکنو له ٢٦ کانديدانو څخه ١٦ تنو او د ولايتي شوراګانو له ٣٠٥٦  کانديدانو څخه ٣٥٢ تنو د کانديدانو مقدماتي نوملړ ته لار ونه مونده.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر محمد يوسف نورستاني نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل يواځې لسو تنو د ولسمشرۍ او ٢٧٠٤ تنو د ولايتي شوراګانو د ټاکنو د احتمالي کانديدانو په توګه بل پړاو ته لار ومونده.

نورستاني وويل که له لست څخه ويستل شوي کانديدان اعتراض ولري، کولى شي تر راتلونکو شلو ورځو د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون ته ورشي.

نورستاني زياته کړه، چې ښايي د اعتراضونو په پايله کې په ابتدايي لېست کې بدلون راشي.

د ولسمشرۍ د کانديدانو په ابتدايي لېست کې،  د ډاکټر عبدالله عبدالله، عبدالرب الرسول سياف، قطب الدين هلال، عبدالرحيم وردګ، ډاکټر اشرف غني احمدزى، ډاکټر زلمى رسول، سردار محمد نادر نعيم، قيوم کرزى، هدايت امين ارسلا او د ګل اغا شېرزي نومونه  شامل دي.

انوار الحق احدي، سيد اسحاق ګيلاني، بسم الله شېر،  فضل کريم نجيمي، حشمت غني احمدزى ، سرور احمدزى، حميدالله قادري، داوود سلطانزوى، عزيز الله لودين، سلمان علي دوستزاده ، فاروق اعظم، خديجه غزنوي، عبدالهادي دبير، نور رحمن لېوال، ډاکټر داور احمد نادي او نادر احمدشاه احمدزي هغه کانديدان وو چې نومونه يې په مقدماتي نوملړ کې نه دي راغلي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر وويل، چې کمېسيون د کانديدانو د اسنادو تر ارزولو وروسته دغه  ١٦ تنه د کانديدۍ په شرايطو برابر ونه موندل او له همدې امله يې د هغوى نومونه په ابتدايي لېست کې شامل نه کړل.

دوه ګونى تابعيت، د سل زره ملاتړو نه درلودل او له شلو ولايتونو څخه د ټاکل شوې معيار له مخې د ملاتړو نه درلودل، هغه څخه وو چې د نورستاني په خبره ابتدايي لېست ته ددې کسانو د لار موندنې مخه يې ونيوله.

د نورستاني د معلوماتو له مخې، د ولايتي شوراګانو لپاره ٢٧٣٣ تنو نارينه و او ٣٢٣ ښځينه وو نوم ليکنه کړې وه، چې له دې ډلې د ١٥ ښځو په ګډون ٣٥٢ تنو مقدماتي لېست ته لار ونه موندله.

ده وويل ، چې د ابتدايي نوملړ په اعلان سره د ټاکنيزو شکايتونو دوره په رسمي ډول پيل شوه او خلک کولى شي د کانديدانو په اړه خپل شکايتونه او اعتراضونه په کابل او ولايتونو کې د ټاکنيزو شکايتو دفترونو ته وسپاري.

ټاکل شوې وه تېره شنبې (د تلې٢٧مه) د کانديدانو مقدماتي نوملړ خپور شي.

 خو نورستاني وويل، چې د کانديدانو د اسنادو “دقيقه ارزونه” او د هغوی د دويم  تابعيت په اړه د بهرنيو چارو وزارت له خوا د معلوماتو په ورکولو کې ځنډ هغه څه وو، چې ددې نوملړ خپرول يې وځنډول.

هغه دا هم وويل ، چې د کانديدانو وروستى نوملړ به د راتلونکې مياشتې (لړم) په ٢٥ مه خپور شي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.