ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې د ملي اردو شپږ منسوبين وژل شوي

فراه کې د ملي اردو شپږ منسوبين وژل شوي

author avatar
22 Oct 2013 - 12:27
فراه کې د ملي اردو شپږ منسوبين وژل شوي
author avatar
22 Oct 2013 - 12:27

فراه (پژواک ٣٠ تله ٩٢): په فراه کې د ملي اردو شپږ تنه د ماين په چاودنه کې وژل شوي او د فراه درې اوسېدونکي د انسان تښتونې په تړاو نيول شوي دي.

په فراه کې دوو معتبرو حکومتي سرچينو چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ له غرمې وروسته د دغه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ په شيوان سيمه کې د ملي اردو رينجر موټر ماين والوځاوه.

سرچينې وايي، چې په دې چاودنه کې د ملي اردو شپږ منسوبين وژل شوي دي.

خو په فراه کې د ٢٠٧ ظفر قل اردو د دويمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال ارکان حرب مير اسدالله کوهستانى وايي، چې په دې چاودنه کې د ملي اردو دوه تنه وژل شوي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي ، چې يادشوى ماين ددوى کسانو ځاى پرځاى کړى و ، چې له امله يې د ملي اردو شپږ کسان وژل شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، په دغه ولايت کې درې تنه چې غوښتل يې د يوه ساختماني شرکت مشر وتښتوي، نيول شوي دي.

د فراه د ملي امنيت رييس جنرال عبدالصمد شمس پژواک ته وويل، چې په نيول شوو کې د پشت رود ولسوالۍ د مساو کلي اوسېدونکى اجمل، د همدې ولسوالۍ د دوکين کلي اوسېدونکى عبدالستار او د فراه د مرکز اړوند د دوزک سيمې اوسېدونکى محمد نعيم شامل دي.

د هغه په وينا، دغو دريو تنو پلان درلود چې د ياسر زبير په نوم د سړک جوړونې شرکت مشر حاجي عبدالغفور لوګرى وتښتوي، خو مخکې له دې چې دغه کار وکړي، تېره ورځ د فراه ښار په بېلابېلو سيمو کې ونيول شول.

سرچينې زياته کړه، چې نيول شوو اعتراف هم کړى، چې د لوګري د تښتولو پلان يې درلود.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.