ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په جوړېدونکې لويه جرګه کې به ٢٥٠٠ کسان ګډون وکړي”

“په جوړېدونکې لويه جرګه کې به ٢٥٠٠ کسان ګډون وکړي”

author avatar
22 Oct 2013 - 17:51
“په جوړېدونکې لويه جرګه کې به ٢٥٠٠ کسان ګډون وکړي”
author avatar
22 Oct 2013 - 17:51

کابل (پژواک ٣٠ تله ٩٢): د مشورتي لويې جرګې د تياريو کمېسيون وايي چې په دې جرګه کې به ټول دوه نيم زره کسان ګډون وکړي.

د دغه کمېسيون وياند عبدالخالق حسيني پشه يي د تلې په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن يې د کمېسيون نوبتي غونډه جوړه شوه او د راتلونکې مشوري جرګې په اړه يې بېلابېلې پرېکړې وکړې.

هغه زياته کړه، چې په دې جرګه کې به ټول ٢٥٠٠ کسان ګډون وکړي چې له ٢٥٠ څخه تر ٣٠٠ پورې به يې ګډونوال ښځې وي.

د نوموړي په وينا، ياد ګډونوال به له ١٧ کټګوريو څخه وي، د ملي شورا د دواړو جرګو، واليان، علماوو شورا، د ولايتي شورا استازي او د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه قومي مشران او مخور به يې غړي وي.

دغه راز نوموړي وويل، چې د کابينې غړي، واليان او يو شمېر نور دولتي چارواکي به يې هم غړيتوب ولري.

حسيني وايي، چې د کوچيانو، مدني ټولنو، معلولينو او معيوبينو استازي، د سوداګرو او صنعت کارانو استازي، حقوق پوهان، اهل خبره او د تياريو د کمېسيون غړي به هم په کې ګډونوال وي.

د مشورتي جرګې د تياريو د کمېسيون وياند عبدالخالق حسيني پشه يي زياتوي چې دغه راز په دې جرګه کې به د پخوانيو لويو جرګو يو شمېر غړي، د ولسمشرۍ د راتلونکو ټولټاکنو کانديدان، په پاکستان، ايران او نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو استازي هم په کې ګډون وکړي.

د هغه په وينا، له پاکستان څخه به ١٢٠، له ايران څخه ٦٠ او له نورو هېوادونو به ٣٠ استازي ګډون وکړي.

ولسمشر حامد کرزي له امريکا سره د امنيتي تړون په اړه مشورتي لويه جرګه رابللې؛ چې ټاکل شوې په راتلونکو څلورو اونيو کې جوړه شي.

د دې جرګې د تياريو لپاره د حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ يو کمېسيون جوړ شوى دى.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.