غزني ښار (پژواک ۳۰ تله ۹۲): چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې يو جومات سوځولى، خو طالبان بيا دغه ادعا ردوي.
د ګيلان ولسوال محبوب الله سباوون د تلې په ٣٠مه پژواک اژانس ته وويل، چې پرون مازديګر وسله والو د بختيار او ازاد کلا په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريد وکړ.
د نوموړي په وينا، د پوليسو او طالبانو تر منځ په يو نيم ساعته جګړه کې څلور طالبان ووژل شول او درې نور ټپيان شول.
د ولسوال په خبره، طالبانو له جګړې د تېښې پر مهال د بختيارو په کلي کې يو لوى جومات ته اور واچاوه.
سباوون زياتوي، جومات په بشپړه توګه سوځېدلى او په کې لسګونه قران شريفونه هم سوځېدلي دي.
هغه زياته کړه، د کلي خلکو ورته ويلي، چې طالبانو په لوى لاس جومات ته اور واچاوه او له افغان طالبانو سره پاکستانيان هم ملګري وو.
د سيمې يو اوسېدونکى، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي پژواک اژانس ته ويلي، د کلي جومات يې مخپټو وسله والو وسوځاوه.
د سرچينې په وينا، کله چې وسله وال له کلي ووتل دوى غوښتل اور مړ کړي، خو ونه توانېدل چې د اور مخه ونيسي.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد دغه ادعا نه مني او زياتوي، د سيمه ييزو پوليسو له لوري د راکټ توغول شوې مرمۍ د جومات په بوټو کې ولګېده ، چې له امله يې جومات اور واخيست.
نوموړى وايي، د طالبانو او سيمه ييزو پوليسو تر منځ نښته کې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې خو ده يې شمېره ونه ښوده.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن