کابل(پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٢): د ملي اردو د افسرانو لومړۍ اکاډمي د ملي اردو د ظرفيتونو لوړولو په موخه جوړه شوه.
د ملي اردو افسرانو د اکاډمۍ قوماندان بريد جنرال محمدشريف شريفي نن په دې اړه په ياده اکاډمۍ کې د پېژندنې غونډې ته وويل، چې د افسرانو اکاډمي د انګليستان په مالي مرسته جوړه شوې او ټاکل شوې، چې راتلونکې اونۍ رسما پرانيستل شي.
هغه زياته کړه، چې د دې اکاډمۍ سند د انګلستان د ((هارسټ)) له سند سره برابر دى، چې اوسمهال د ملي اردو پر ليکو کې جوړه شوې ده.
شريفي زياته کړه، چې په دې اکاډمۍ کې پر ٢٠٠ کورنيو استادانو سربېره، د انګستان، ډنمارک، ناروې، نوي زيلاند او استراليا څخه هم ١٢٦ استادان د ښوونې روزنې او سلا مشورې لپاره حاضرېږي.
نوموړي زياته کړه، چې دې اکاډمۍ ته د ملي اردو د افسرانو د جذب لومړۍ دوره د روان کال د تلې په لومړۍ نېټه پيل شوې، چې له ٣٣ ولايتونو څخه په کې ٣٣ زره کسانو ګډون کړى و او له دې ډله يې ٢٧٠ کسه جذب شوي او اوسمهال پر زده کړو بوخت دي.
هغه زياته کړه، چې نيول شوي کسان به له يو کلنې زده کړې وروسته د دويم بريدمن په رتبه فارغ شي او د اړتيا له مخې به په ولايتونو کې د بلوک قوماندانانو په توګه ګومارل کېږي.
د ملي دفاع وزرات لوى درستيز ستر جنرال شېرمحمد کريمي په خپلو خبرو کې وويل، چې د دې اکاډمۍ د جوړېدو موخه دا ده، چې ملي اردو تخصصي او مسلکي ځواکونه ولري.
نوموړي زياته کړه: ((د نړيوالو دوستانو د مرستې ترڅنګ به موږ هم د ملي اردو په تجهيز کې هڅه او کوښښ وکړو.))
هغه همدارنګه وويل، چې اوسمهال ملي اردو د دې وړتيا لري، چې په يواځې ځان د هېواد له ځمکنۍ بشپړتيا دفاع وکړي او په وروستيو عملياتو کې يې د هېواد دښمنانو پر وړاندې په يواځېتوب مبارزې کړې ده.
د ملي اردو د افسرانو اکاډمۍ سر سلاکار بريد جنرال مارشيسن (Marcesheen) وويل، چې په دې اکاډمۍ کې غوره هغه انتخابېږي.
هغه زياته کړه، په دې پروژه يې د افغانستان خلکو ته وښوده، چې دوى خپلې پخوانۍ ژمنې عملي کوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن