ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنيزو شکايتونو د ثبت موده سبا پاى ته رسېږي

author avatar
23 Oct 2013 - 16:11
author avatar
23 Oct 2013 - 16:11

کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٢): د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون چارواکي وايي چې د شکايتونو او اعتراضونو د ثبتولو بهير سبا پاى ته رسېږي.

د دغه کمېسيون وياند او منشي محمد نادر محسني پژواک خبري اژانس ته وويل، د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو هغو کانديدانو، چې نومونه يې په لومړني لېست کې نه دي شامل او يو شمېر نورو عامو خلکو دوى ته شکايتونه  کړي دي.

دى وايي، د ټاکنو د قانون له مخې، د کانديدانو د مقدماتي نوملړ تر خپرېدو وروسته، معترض کسان کولى شي د ٤٨ ساعتونو په موده کې د ټاکنيزو شکايتونو په کمېسيون کې خپل شکايتونه او اعتراضونه ثبت کړي.

د کانديدانو مقدماتي نوملړ تېره ورځ د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له لوري اعلان شو، چې په دې سره د ټاکنو د قانون له مخې، نن په رسمي ډول د شکايتونو او اعتراضونو د ثبت لړۍ پيل شوه.

محسني وويل، چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون تر ٤٨ ساعتونو وروسته د چا شکايت نه ثبتوي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر محمديوسف نورستاني هم پرون د کانديدانو د مقدماتي نوملړ د اعلان پر مهال وويل، که له نوملړ څخه ايستل شوي کسان د کمېسيون پر پرېکړې نيوکه ولري، کولى شي د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته ورشي.

که څه هم نورستاني وويل، چې دوى په پوره دقت او بې پلوۍ د دغو کسانو اسناد ارزولي، خو د ولسمشرۍ يو شمېر احتمالي کانديدانو تېره ورځ له پژواک سره په خبرو کې د ټاکنو د کمېسيون پر پرېکړې نيوکه وکړه.

کانديدانو ويل، چې د دوى نومونه يې له کوم دليل پرته په لومړني لېست کې نه دي شامل کړي.

دوه ګونى تابعيت، د سل زرو کسانو ملاتړو نه درلودل او ځينې نورې ستونزې، هغه څه وو چې د ټاکنو کميسيون يې له امله ځيني احتمالي کانديدان، په مقدماتي نوملړ کې شامل نه کړل.

د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون چارواکي مني، چې دغو کانديدانو ورته مراجعه کړې ده.

د محسني د معلوماتو له مخې، د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون، اعتراضونو او شکايتونو ته د شلو ورځو په موده کې رسېدنه کوي او پايلې يې اعلانېږي.

د ټاکنيز بهير د زماني جدول له مخې، د شکايتونو تر څېړلو وروسته، د کانديدانو وروستى نوملړ د روانې لړم مياشتې په ٢٥مه اعلانېږي.

د راتلونکي کال په ټاکنو کې د سيالۍ په موخه ٢٧ تنو د ولسمشرۍ او ٣٠٥٦ کسانو د ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې د سيالۍ په موخه نوم ليکنه کړې وه، چې د ټاکنو خپلواک کميسيون له دې ډلې يواځې ١٠ تنه د ولسمشرۍ او ٢٧٠٤ تنه د ولايتي شوراګانو په شرايطو برابر بللي دي.

ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ کال د وري په ١٦مه ترسره شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.