کابل ( پژواک د لړم لومړۍ ۹۲ ) : د ناټو سازمان سرمنشي وایي چې د دفاع وزیرانو په غونډه کې د افغانستان پر ازادو او رڼو ټاکنو ټینګار وشو.
ناټو سرمنشي انډرس فوغ راسموسن دغه څرګندونې دلړم په لومړۍ نیټه د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو ددفاع وزیرانو تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته دیوې خبري غونډې پر مهال وکړې
هغه زیاته کړه چې ناټو له خپلو ایساف همکارانو دافغانستان په اړه ځانګړې غونډه کې د ناټو د روزنې ، همکاریو او مشورو نوي ماموریت په اړه د خپلو پلانونو په اړه خبرې وکړې .
راسموسن وویل : (( موږ د خپل نوي ماموریت پلی کولو ته نږدې شوي یو، زموږ پوځي قوماندانانو د نوي ماموریت پلانونو ته وروستی شکل ورکړی او ددې ماموریت پر اړتیاوو یې په تفصیل سره بحثونه کړي دي. ))
د نوموړي په وینا، افغان ځواکونو له تیرو څلورو میاشتو راهیسې په ټول افغانستان کې دعملیاتو مشري په غاړه اخیستې او هره تر زرو پورې ګزمې ترسره کوي.
د ناټو سرمنشي وایي چې افغان ځواکونو ډیر پرمختګونه کړي، دوي پلانونه پخپله جوړوي او ستونزمن عملیاتونه ترسره کوي .
هغه وویل چې غړیو هیوادونو ژمنه کړې چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته چې د ایساف ماموریت پای ته رسیږي، افغانستان سره خپلو همکاریو او مرستو ته به ادامه ورکوي.
راسموسن زیاته کړې چې ددفاع وزیرانو تر ۲۰۱۴ کال وروسته د نوي ماموریت په اړه پرمختګونه وارزول خو دا یې هم وویل چې اوس هم ځینې کارونه شته چې باید ترسره شي.
ده زیاته کړه : (( له دې کارونو څخه یې یوه له افغان حکومت سره نوي ماموریت ته د قانوني بڼې ورکولو په اړه خبرې کول دي .))
د ناټو سرمنشي وویل چې دوی په دې اړه له افغان حکومت سره له نږدې کار کوي .
نوموړي یادې خبري غونډې ته داهم وویل چې د دفاع وزیرانو دافغانستان دراتلونکي کال د ټولټاکنو په اړه هم خبرې وکړې چې په ټولیزه توګه دافغانانو لخوا رهبري کیږي.
هغه زیاته کړه : (( موږ هیله مند یو، چې دا ټاکنې رڼې ازادې او ټولو ته د منلو وړ وي.))
د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټولټاکنې د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري په ۱۶مه ترسره کیږي. دې ټاکنو ته ۲۷ کسانو ځانونه کاندید کړي وو، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخپل لومړني نوملړ کې ۱۷ کسان ویستي او ۱۰ کسان یې اعلان کړي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن