کابل (پژواک- د لړم لومړۍ نېټه ٩٢): د افغانستان او امريکا د دفاع وزيرانو په بروکسل کې د دواړو هېوادونو پر امنيتي سند خبرې وکړې.
په کابل کې د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر له خوا د لړم په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ليدنه پرون ناوخته د بلجيم په بروکسل ښار کې د ناټو د دفاع وزيرانو د دوه ورځنۍ غونډې په څنډه کې وشوه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې ليدنې پر مهال په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوى قوماندان جنرال جوزېف ډنفورډ، د امريکا د سنا مجلس د دفاعي کمېسيون مشر کار ليون، او يو شمېر نورو لوړ پوړو امريکايي چارواکو شتون درلود.
سرچينې زياته کړې، چې د دې ليدنې پر مهال د دواړو هېوادونو د دفاع وزيرانو پر امنيتي سند خبرې وکړې او نظرونه يې سره تبادله کړل.
دغه راز په دې ليدنه کې له افغانستان سره د امريکا د اوږدمهاله مرستو، تر ٢٠١٤ کال وروسته د ملي ځواکونو د تمويل او تجهيز، ملي ځواکونو ته د امنيت د لېږد پروسې، د افغانستان پر وروستيو امنيتي حالاتو او يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وشوې.
بلخوا د امريکا د دفاع وزارت له خوا هم په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دفاع وزير چک هيګل له خپل افغان سيال بسم الله خان محمدي سره د افغان ملي ځواکونو پر پرمختګونو خبرې کړې دي.
چيک هيګل د دې ليدنې پر مهال په ډاګه کړې، چې پر امنيتي سند ژر تر ژره لاسليک کول، د دواړو هېوادونو په ګټه دي.
د امريکا دفاع وزير د افغانستان د ملي ځواکونو ستاينه کړې چې په دې وروستيو کلونو کې يې ډېر پرمختګونه کړي دي.
هغه زياته کړه: ((افغان ملي ځواکونه اوس د دې وړتيا لري چې د خپل ولس امنيت ونيسي.))
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن